چین: یوه سړي د ښوونځۍ ۸ زده کوونکي وژلي

چین: یوه سړي د ښوونځۍ ۸ زده کوونکي وژلي

کله چې په چین دا ښوونځۍ پیل سوه نو په لومړۍ ورځ يې همدا غمیزه پیښه سوه هغه شکمن کس چې نیول سوی مخکې هم د قتل سابقه لري
دغه پیښه ددې هېواد په هوبای ایالت کې رامنځ ته سوې او شک کیږي چې یوه ۴۰ کلن سړي د ښوونځۍ اته ماشومان وژلي او دوه يې ژوبل کړي دي
د «گلوبل ټايمز» په حواله د دوشنبې په ورځ د هوبای ايالت د انشي ښار پر ښوونځي یو ښوونځۍ دا رنګه بدمرغه برید ترسره سوی
. د رسنيو د معلوماتو په حواله دغه سړی تېر کال له زندانه چېرته چې هغه د قتل د هڅې له کبله اته کاله تېر کړي ول، آزاد سوی وو.
تراوسه نور جزیات نه دي ورکول سوي او نه هم د پیښي انګېزه مالومه ده چې ولې دې سړي ماشومان وژلي




t