د ښوونځيو له امرينو سره روغتيايي غونډه

د ښوونځيو له امرينو سره روغتيايي غونډه

د اتلسو ښوونځیو امرینو سره د فولک اسید ګولیو د استعمال په اړه غونډه ترسره سوه.

د هلمند پوهنې ریاست اړوند د روغتیا مدیریت لخوا د لښکرګاه ښار د اتلسو ښوونځیو امرینو او مدیرانو ته د فولک اسید د تغیر په اړه معلومات وړاندي سول.

د پوهنې ریاست د روغتیا مدیر امرالله شریفي وویل د نوي تعلیمي کال د پیل سره سم دي په ښوونځیو کي د فولک اسید په اړه کمپاین ترسره او یادي ګولۍ دي زده کوونکو ورکول سي، هغه همدا راز ټولو د ښوونځیو امرینو ته لارښوونه وکړل چي زده کوونکو ته دي د چاپیریال ساتني په اړه عامه پوهاوی ورکول سوي تر څو چاپیریال پاک او د زده کوونکو روغتیا ته کوم زیان ونه رسوي.

د روغتیا مدیر همدا راز وویل چي ښوونکي دي زده کوونکو ته د ځاني حفظ الصحې تر څنګ د تشنابونو په سمه توګه وساتل سي.

د یادوني وړ ده چي تعلیمي کال ته د ګوتو په شمیر ورځي پاته دي او د زده کوونکو د روغتیا ساتلو په موخه دا ډول غونډي ترسره کیږي.




t