سختو توپانونو امریکا کې ۵ کسه وژلي

سختو توپانونو امریکا کې ۵ کسه وژلي

ویل کیږي چې د امریکا د بهاما په ټاپوګانو کې یو لړ سخت توپانونه رامنځ ته سوي چې پر مهال یې خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د بهاما چارواکي وایي په پېښه کې تر دې دمه ۵ کسه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي. د سرچینې په خبره توپان خورا شدید دی او خلکو ته سپارښتنه سوې چې له خپلو کورونو و نه وځي.
بل پلو دغه توپان د فلوریډا او شمالي کارولینا د ایالتونو پر لور روان دی او دغه سیمې یې هم له ګواښ سره مخ کړې دي.
په فلوریډا او شمالي کارولینا کې امریکايي چارواکي وایي مخکې له دې چې دا سیمه راتلوونکی توپان وځپي دوی به وار له مخې ورته چمتوالی ونیسي ترڅو د لته د خلکو د تلفاتو مخنیوی وکړي




t