پر ایران د امریکا له لوري نور بندیزونه

پر ایران د امریکا له لوري نور بندیزونه

دا ځل امریکا د نورو ایراني شرکتونو ترڅنګ چې وړاندې يې بندیزونه پرې لګولي وو ددې هېواد فضايي سازمان هم تر خپل ګذار لاندې راوست
د امریکا د خزانې وزارت وایي د ایران فضايي سازمان ددغه هېواد د حکومت لپاره توغندي او همدا راز د اټومي وسلو د لېږد وسایل جوړوي نو ځکه یې بندیزونه ورباندې وضع کړي دي.
امریکا دغه راز د ایران د فضايي تحقیقاتو پر مرکز او د فضا او هوا پر تحقیقاتي موسسه هم بندیزونه لګولي دي.
د ایران او امریکا ترمنځ لاهم حالات او اړیکي ترینګلې دي او په دې وروستیو ورځو کې له دې سره چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ خبرې تبادله سوې خو امریکا خپل دریځ ته لاهم تغیر نه دی ورکړی




t