د زیاتي ګټې کوونکو نوملړ؛ فلمي ستورې سکارلیټ په لومړي مقام کي ده

د زیاتي ګټې کوونکو نوملړ؛ فلمي ستورې سکارلیټ په لومړي مقام کي ده

د امریکا  فوربز په نوم یوه مجله هر کال د فلمي نړۍ د مختلیفو سېنمايي ستورو د عاید او ګټه کوونکو سېنمايي ستورو په هکله یو کلني راپور چمتو او خپروي، چي په کي د هغه اداکارانو نومونه ذکر سوي وي، چي د فلمونو څخه يي زیاته ګټه تر لاسه کړي وي. سږ کال نوموړی مجلې یو ځل بیا د زیاتي ګټې کوونکو هنرمندانو او سېنمايي ستورو یو نوملړ خپور کړي، چي دا ځل د هالیووډ نوموتي سېڼمايي ستورې سکارلیټ جانسن پ کي مخکښه ده.

یادي مجلې په خپل راپور کي د هغو هنرمندانو او سېڼمايي ستورو نوملړ خپور کړی دی، چي د نورو څخه يي په نسبت سږ کال ډېر ګټه کړي ده، په یاد راپور کي د سېنمايي ستورو د عاید ترڅنګ له اعلاناتو، شراکت او شخصي کاروباره د هغوی د ګټې په اړه معلومات خپاره کړي دي.

یادي مجلې لیکلي، د سږ کال په لړ کي تر ټولو ډېرې ۵۶ ميلیونه امریکايي ډالره د هالیووډ سېنما نوموتي ستورې سکارليټ جانسن ګټلي او نور یې شاته پرې ایښي دي، ځکه هغې د اوینجرز په نوم سیریال کې په زړه پورې اداکاري کړې ده. د دې مجلې په دویم نمبر کي بله نوموتي امریکايي اداکاره، ماډله او کامیډین صوفیه ورګارا د ۴۴٫۱ ميلیونه ډالرو په ګټلو سره دویم مقام خپل کړی دی.

سکارلیټ جانسن د زیاتي ګټې کوونکو لیست کي لومړی مقام لري

د همدي مقامونو په جریان د ریسي ودرسپون په نوم یوې بلې امریکايي اداکارې، پروډیوسرې او سوداګرې د ۳۵ ميلیونه ډالرو په ګټلو سره د بډایه اداکارانو په دریم مقام راغلې ده. اسټرالیايي ادارې د ۳۴ ميلیونه ډالرو په ګټلو سره څلور او د جينیفر انسټن په نوم امریکايي اداکارې د ۲۸ ميلیونهډالرو په ګټلو سره پنځم مقام ترلاسه کړی دی.

پاته دي نه وي، کیلي کوکو، ایلزبت السن، مارګټ روبي، شارلیز تھرون او ایلن پومپیو په ترتیب سره ۲۵ ميلیونه، ۲۴ ميلیونه، ۲۳.۵ ميلیونه، ۲۳ ميلیونه او ۲۲ ميلیونه ډالره ګټلې دي.



فلمي نړۍ هالیوو‌‌‌‌‌‌ډ
t