امریکا: ۱۴کلن هلک خویندي ورور او میره وژلې

امریکا: ۱۴کلن هلک خویندي ورور او میره وژلې

دا پیښه بیاهم امریکا کې رامنځ ته سوې او یوه ۱۴ کلن ماشوم هلک پولیسو ته اعتراف کړی چې د خپلې کورنۍ پنځه غړي يې د پلار په وسلې سره وژلي دي
پولیسو د کم عمر له امله د هغه نوم نه دی خپور کړی او وايي، لا هم د وژلو انګېزه نه ده روښانه شوې.
په وژل شویو کې درې کسانو سملاسي خپل ژوندی له لاسه ور کړی او دوه نور روغتونه کې مړه سوي دي.
دا ډول وژنې اوسمهال د امریکا پر ښار کې اوس تقریبا دود ګرځېدلې او نژدې هره ورځ پکښي دا ډول پیښي رامنځ ته کیږي
تېره شپه هم د تګزاس لوېدیځ ته د میډلنډ او دوډیسه ښار ترمنځ یوه ۳۶ کلن سړي- چې تازه له کار اېستل سوی و- له هغه وروسته ډزې وکړې، چې دوو پولیسو یې د موټر مخه ونیوله، هغه دې ډزو کې اوه کسان ووژل




t