د پښتو موسیقۍ نوموتي سندرغاړې له خاوند جلا سوه

د پښتو موسیقۍ نوموتي سندرغاړې له خاوند جلا سوه

د پښتو موسیقي نوموتي او خوږ اواز لرونکي سندرغاړې نازیه اقبال له خپل خاوند جاوید فیضا څخه نور خپل لاره جلا کړه او له هغه يي طلاق واخیست. تیره ورځ د نازیي اقبال او جاوید فیضا یو ويډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره سوه، چي له څیرو يي واضح معلومیده نور له کډ ژوند څخه ډېر په تنګ راغلي دي.

نازیه اقبال د پښتنخوا د پښتو موسیقي نوموتي سندرغاړي ده،چي لر او بر دواړه لوریو ته يي مینوال اواز دېر خوښوي. خاوند يي جاوید فیضا یو افغاني ده او د نازيي سره تر واده وروسته هغه هم سندرو ویلو ته مخه کړه، هغوي به یو ځاي سندرې ویلي.

د پښتو موسیقي یاد سندرغاړي له خپل ژوند څخه ډېر راضي او پر یو او بل ډېر ګران وه. هغوي به هر وخت پر ټولنیزه میډیا راښکاره کیدله، نود خپل میني کیسي به يي کولي. اوس پوښتنه داده، چي ناڅاپه يي ژوند ولي دومره بدل سو، چي یو له بله دومره خپه او کرکه وکړي چي یو بل څخه طلاق وغواړي. نازیه اقبال په ویډیو کي وايي په خپل خوښه د جاوید فیضا څخه طلاق غواړي او ورسره ګډ ژوند نه سي کولاي. خاوند يي هم دري واري ورته وايي پر ما طلاقه يي.

پاته دي نه وي، چي څه موده مخکي نازیه اقبال پر ټولنیزو رسنیو داسي مهال راښکاره سوه، چي له سترګو يي اوښکي بهیدلي. نوموړي خپلو مینوالو ته ویلي وه، چي ورور يي پر لونړو جنسي تیري کړي دي اود عدالت غوښتنه يي کوله. د پاکستان محکمي هغه ته د اعدام سزا واورول.

نازیه قبال او جاوید فیضا له یو او بل جلا سوه.

له هغه وروسته داسي معلومیده چي هر څه سم سوه، جاوید فیضا له هغه وروسته لندن ته لاړه. پس له یو کال وتوانید، چي خپل کورنۍ هم لندن ته انتقال کړي. څو اوني مخکي دواړه د بي بي سي نړیوال تلویزون پر پرده راښکاره سوه، هغوي وویل د نا امني له امله لندن ته ولاړه او ډير خوښ هم ښکاریده. نازیه اقبال او جاوید فیضا دوي دوه لوڼي او یو زوي هم لري.

آما ځيني مینوالو یي بیا په غبرګون کي ویلي دي چي دا ویډيو پخواني ده او هغوي اوس خوشحاله ژوند لري. ناريي اقبال او جاوید فیضا هم په دي اړوند تر اوسه څه نه دي ویلي.



فلمي نړۍ پښتو موسیقي
t