د څلورو ورونو جنازې

د څلورو ورونو جنازې

د ۴ ورونو ۴جنازې نن د یوې مور په مخکې پرتې دي.

په افغانستان کې یوه پېښه له بلې بدتره.

ددې دنګو ځوانانو په شهادت له زړه خواشینی سوم.

دا ځوانان د ننګرهار جلال اباد ښار اوسیدونکي دي چې قاضي قادر، جهانزیب زاخېلوال، صبور زاخېلوال او بهادر زاخېلوال نومیږي ، څلور واړه لوستي او ټولنیز شخصیتونه وه.

تېره شپه په خپل کور کې د چاپې پر مهال شهیدان شوي دي .

دا ځوانان چې څلور واړه سکني ورورنه وو، د مشر ورور حاجي بهادر د حج راتګ په مناسبت یې کور کې خوښيي وه ، خو ظالمانو په غم بدله کړه.

ددغو ځوانانو له جملې څخه یوه ورور یې صبور تازه کوژده کړې او نور درې واړه ورونه یې معصوم معصوم ګلالي اولادونه لري چې د پلرونو په غم یې کښېنول.

نن به ۴ جنازې له یوه کوره ووځي او خاوروته به وسپارل سي ، نوره به کیسه ختمه سي ، د کورنۍ او اولادونو غم به یې میندو ته پاتې شي.

اخ جنګه

سید رفیع الله قلم




t