ډهلي لوبډلې یو ورځنی مقام له لاسه ورکړ

ډهلي لوبډلې یو ورځنی مقام له لاسه ورکړ

د هند غوره لیګ په ۴۱ تمه لوبه کي سنرایزر حیدرباد د چینای په کورکي د چینای سوپر کینګز لوبډلي پر وړاندي ماته وخوړل، چي په دې سره چینای لوبډلي بیرته خپل لمړی مقام ترلاسه کړ، له دې وړاندي د څه مودې لپاره د لیګ په ۴۰ تمه لوبه کي ډهلي راجستان ته په ماته ورکولو سره لمړی مقام تر لاسه کړی و، خو چینای لوبډلي بیا د سنرایزر حیدرباد په ماتي بیرته د جدول لمړي سر ته ځان پور ته کړ.

په دې لوبه کي سنرایزر حیدرباد لوبډلي د توپ وهني پیل وکړ، دې لوبډلي خپل ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړه خو د چینای پر وړاندي یې د ۱۷۶ منډو هدف وټاکه.

د سنرایزر لپاره په توپ وهنه کي منیش پانډې ۸۳ ناسوځیدلي منډي او وارنر بیا ۵۷ منډي وکړې.
د چینای لپاره بیا هربجن سینګ د ۳۹ منډو په ورکولو دوې ویکټي ترلاسه کړې.

په دوهم وار توپ وهنه کي چینای لوبډله د خپل کور د تماشچیانو په تشویق میدان ته د لوبي د ګټلو په تکل کښته سوه، دې سره چینای لوبډله وتوانیده چي ټاکلی هدف مات او لوبه د سنرایزز څخه خپله کړې، چینای تر هدف پوره کولو ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړه خو هدف ته یې په اسانۍ ځان ورسوی.

د چینای لپاره شین واټسن ۹۶ منډي وکړې ، واټسن د سلیزي د ارمان سره له میدانه ووتی، د واټسن ویکټه کمار ترلاسه کړه،
د سنرایزر په ګټه بیا راشد خان ۴۴ منډي په ۴ اوره کي ورکړې خو یوه ویکټ یې د سُریش راینا ترلاسه کړه.

د همدې لوبي د غوره لوبغاړي ډالۍ شین واټسن ته ورکول سوه واټس د ۶ شپږیزو او ۹ څلوریزو په مټ په ۵۳ توپونو ۹۶ منډي وکړې، په دې سره واټسن په شل اوریزو لوبو کي خپل ۸۰۰۰ منډي هم بشپړي کړې.

د یادوني ده چي د هند په غوره لیګ ( IPL ) کي تر ټولو مخکښه لوبډله چینای سوپر کینګز ده چي د ۱۶ نمرو په درلودلو سره لمړی مقام لري، چینای ۱۱ لوبي کړي چي ۸ یې ګټلي خو ۳ یې بیا بایللي دي.

عبدالولي عمري




تبصره وکړئ

avatar
t