ژوند له مونږ او که مونږ له ژونده تښتو

ژوند له مونږ او که مونږ له ژونده تښتو

ژوند د اوبو د هغې چینې په شان دی چې د اوبو د چینې څخه تل رڼې اوبه بهیږي خو د ژوند سره بیا ښادي او خفګان تړلي دي په همدې خاطر ډېر خلک وایي چې ( ښادي او غم د یو بل خور او ورور دي).

خو زه بیا پر دې نه پوهېږم چې زمونږ ( افغانانو ) ښادي چېرته تللې؟ مونږ او که بل چا له مونږ زمونږ ښادي اخیستې ؟ ولې یې اخیستې او تر کومه به مونږ د ښادۍ څخه بې برخې یو.

راځئ ځانونو ته معلومه کړو چې زمونږ ښادي په کومه لاره پیدا کولی شو او روان بدترین حالت ته په کومو لارو سره د پای ټکی کېښودلی شو.
راځئ هغه کسان معلوم کړو چې زمونږ څخه یې ښادي اخیستې او دا کسان یا ډلې داسې ورکې کړو لکه څنګه چې یې له مونږ څخه ښادي او خوشحالي ورکه کړې ده. او که چېرته مونږ خپله خوشحالي په خپله خرڅه کړي وي نو بیا راځئ پر دغې کړې سودا پښېمانه شو او د خپل ژوند د سر په بیه کړې سودا ته د پای ټکی کېږدو.

ترڅو به مونږ له ژوند او ژوند له مونږ څخه تښتي؟ راځئ د ښادۍ ، پرمختګ او د وطن مینې سره جوړه وکړو، یو بل ومنو، کرکه ختمه مینې ته ځای ورکړو او دا خپل دا تریخ ژوند نور په سوله ، پرمختګ او مینه کې تېر کړو.
ژوند د وخت یوه ټاکل شوې اندازه ده او بیا هیڅ وخت نه شو کولی چې خپل ژوند بېرته راوګرځو نو د چا ژوند په خپلو کړنو مه ترخوئ او هغه کړنې مه ترسره کوئ چې د انسانیت او اسلامیت تر کرښو وړاندې وي، ځکه هغه کړنې چې د انسانیت او اسلامیت د کرښو څخه وتلې وي یواځې دانه چې انسان ته زیان رسوي بلکې انسان تر ځناور هم بد حالت ته رسوي.

هیڅکله کله هم ژوند له مونږ څخه نه تښتي ځکه ژوند له مونږ سره امانت دی او دغه امانت باید مونږ داسې وساتو چې نه خپل ځان او نه نور انسانیت ته د تاوان رسولو لامل وګرځي.

ولې مونږ د ښه ژوند پسې نورو اروپایي هېوادونو ته ځو او هلته د ښه ژوند امید په خاطر په لارو کې خطرونه قبلوو؟ د دې پر ځای راځئ چې خپل هېواد کې ژوند ته راپېښ خطرونه له مینځه یو او یو بل سره په مینه کې ژوند وکړو. سولې ته رښتینی کار وکړو او د هغه ژوند څخه چې پاک رب مونږ ته ټاکلی دی د انسانیت او اسلامیت د دایرې دننه تېر کړو.

آیا مونږ د نړۍ د نورو ملتونو سره د انسانیت له مخې کوم فرق لرو او که څنګه د هغوي هېوادونو ته د ښه ژوند تېرولو په خاطر ځو، د هغوي په هېوادونو کې څه زیات دي؟

زمونږ هېواد د نړۍ یو مالداره هېواد دی خو بله خوا بیا افغانان د نړۍ غریب ملتونو کې راځي نو له دې څخه معلومېږي چې غلطي زمونږ ده نه زمونږ د خاورې، نو پکار ده چې د ژوند څخه تېښتې ته د پای ټکی کېږدو او د ژوند کولو لپاره ټولې هغه لارې چارې په کار واچوو چې ژوند مو وربانې ښه کېږي او تاوتریخوالی کموي.

نړۍ کې ټول ژوندي شیان ترټاکلې مودې ژوند لري او بیا له مینځه ځي او د نامالومې مودې څخه وروسته بېرته د خپل پیدا کوونکي ( الله پاک ) په امر راژوندي کېږي او د هر ظالم سره د ظلم د حساب کولو څخه وروسته د انسان او پیري څخه بغیر نور ټول بېرته د مینځه ځي خو یواځې انسان او پېری دی چې د حساب او کتاب کولو څخه وروسته به دوزخ او یا هم جنت لور ته ځي نو له دې هم معلومېږي چې ژوند نه ختمېږي.

لیکوال: محمد مبین ”هڅاند“



آدب او کلتور ليکنه ژوند له موږ
t