کونړ کې د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي کمېټې غونډه وشوه

کونړ کې د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي کمېټې غونډه وشوه

په کونړ کې د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي کمیټې غونډه کړې، چې د دیني علماوو، قومي مشرانو، روغتیا پالانو او ادارو مسوولینو په کې ګډون کړی.

دا غونډه د کونړ مرستیال والي ګل محمد بیدار په کارځای کې ترسره شوې.

په ناسته کې په لېرې پرتو نا امنو سیمو کې د واکسینو تطبیق او ولسي همکارۍ راجلبو په تړاو پکې نظریات واندې شوي دي.

مرستیال والي ګل محمدبیدار وایي واکسین یوه ملي پروسه ده او ښه تطبیق په برخه کې به یې له هيڅ راز هڅو درېغ ونه کړي .

هغه ویلي؛ د دې ولایت په لېرې پرتو سیمو کې زرګونه ماشومان له واکیسنو بې برخې دي.

په وینا یې؛ هڅه به وکړي، چې د علماوو، قومي مشرانو، مدني ټولنو او ځوانانو په همکارۍ د ګوزڼ څخه د ماشومانو ژغورنې په پار په لیرې پرتو سیمو کې له واکسینو څخه پاتي ماشومان واکسین کړي.



غونډه واکسین کمیټه کونړ
t