د جهان ښکلي يې واړه په ارمان کړې / پيرمحمد کاروان

د جهان ښکلي يې واړه په ارمان کړې / پيرمحمد کاروان

محافظې یې ملَکې د آسمان کړې

دا جنت وطن له جنګه په امان کړې

چې یې نوک په تیږه ولګي دردېږو

ربه زړه یې دی زخمې ته یې درمان کړې

راته ساته یې د هر ظالم له ظلمه

په موسکا یې ورارې بُورې یتیمان کړې

په کعبه کې ورته شوې دعاګانې

مستجابې د سُدیس عبدالرحمان کړې

د ماشوم په شان یې کټ کټ په خندا کړې

په ناز ناز یې تر هوسیو خِرامان کړې

دا بندي یوسف آزاد کاندې له بنده

د جهان ښکلي یې واړه په ارمان کړې

چې څوک غشي ګورتوي ورته په ګورت کې

مات په زړه کې د هغه تیروکمان کړې

چې د سولې مجسم سرود سرود شي

یو ځل بیا یې عجیبه دارالامان کړې

ویښ له خوبه چې په غُلِبَتِ الروم شي

او للو یې بیا په سوره ی رحمان کړې

چې په مینه کې ددې وطن بیمار وي

د کاروان غزل یې نخل او رُمان کړې

۱۳ سنبله ۱۳۹۸ هجري شمسي کابل




t