یو عرب وايي

یو عرب وايي

يوعرب وايي

سید رفیع الله قلم

په ژوند کي هيچا هم نه يم بې جوابه کړی ، مګر د يوې ښځي په لاس کې يو لوښی و، او هغه يې سربېره په يوه ټوکر کې پېچلی او پټ کړی و.

ما ورته وويل په دې لوښي کې څه دي؟

هغې راته وويل:

که دا شی چاته د ښودلو وای نو بيا مې پټوۍ د څه لپاره؟!!

بس دغې ښځې په خپل جواب شرمنده کړم.

دا ديوې ورځي د پند خبره نه، بلکه د ټول ژوند د هوښيارۍ وينا ده.

کوم شی چي پټ وي ،
بېله ګټې د هغه د را سپړلو او ښکاره کولو هڅه مه کوه.
همدارنګه، د هيچا د دوهم مخ پلټنه مه کوه، په موږ کې هر يو بد اړخ هم لري، چي له خپل ځان څخه يې هم پټوي.

څومره چي موږ گنهگاره يو که يو په بل خبر سو، نو د يو بل له جنازې به هم ځان ساتو، څومره چي زموږ ګناه ده، الله تعالی دغومره زرگونه چنده پرده پر اچوي.

د قيامت په ورځ به الله تعالی دا پوښتنه در څخه وکړي چې ما د فلاني عيب پټ کړی و، ته څوک وې چي رسوا کاوه دې؟!!

الله تعالی دي په دنيا او آخرت کې زموږ پرده وکړي او الله دې توان نه راکوي، چې همیشه د بل چا د عيب پلټنه کوو.
آمين.




t