ختیځ کې د لبنیاتو فابريکه دورځې شپږ زره ليتره شيدې پروسس کوي

ختیځ کې د لبنیاتو فابريکه دورځې شپږ زره ليتره شيدې پروسس کوي

ننګرهار ولايت مرستيال وايي ختيځ لبنياتو فابريکه هره ورځ شپږ زره ليتره شيدې پروسس کوي او دوی به د يادې فابريکې په لا پرمختګ کې لازمه همکاري وکړي.

ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند، چې يو شمېر مسئولينو يې ملتيا کوله د وږي په ۱۴مه يې د ختيځ لبنياتو فابريکې څخه د ليدنې پر مهال د يادې فابريکې له محصولاتو خوښي وښوده او په لا پرمختګ کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند وویل، چې ختيځ لبنياتو فابريکه د ورځې تر شپږ زره ليتره شيدې پروسس کوي، چې په اعلی کيفيت سره د شيدو محصولات مستې، کوچ، پيروی، چکه پنير او نور تر توليد وروسته بازار ته عرضه کوي.

نوموړي وويل، چې ولايتي اداره به د ختيځ لبنياتو د پرمختګ په موخه لازمه همکاري وکړي، ترڅو د هېواد بېلابېلو ولايتونو ترڅنګ بهر ته هم خپل توليدات وليږدوي.

د کرنې رئيس سميع الله نصرت وويل، چې ختيځ لبنياتو فابريکه د يو ميليون او شپږ سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې نهه ډوله لبنيات توليدوي او بازار ته يې په مناسبه بيه عرضه کوي.

نوموړي وويل، چې له دې فابريکې څخه يې څو ځلې ليدنه کړې، چې ستونزې او غوښتنې يې د حل په موخه ولايت مقام او په مرکز کې مسئولينو سره شريکې کړي دي.

هغه زياته کړه، چې د دې فابريکې پرمختګ په موخه يې يو پلان جوړ کړی، چې کابيني سره تر شريک کيدو او منظوريدو وروسته به يادې فابريکې ته پراخوالی ورکړي.

جلال اباد ښاروال روح الامين حسن وويل، چې په يو ګډ ميکانيزم کار کوي، ترڅو د ښار په ګڼې ګوڼې ځايونو کې ختيځ لبنياتو غرفې پرانيزي، چې خلک يې له توليداتو څخه ګټه واخلي.

د ختيځ لبنياتو فابريکې د مالدارۍ څانګې مدير وويل، چې هر اوونۍ له مالدارانو څخه د شاوخوا يو ميليون افغانيو شيدې پيري، چې ترې بېلابېل لبنيات جوړوي او بازار ته يې عرضه کوي.

نوموړي وويل، چې اوسمهال ور سره درويشت تنه په بېلابېلو برخو کې کار کوي، چې په اوسني موسم کې د ورځې درې زره کيلو ګرامه مستې، زر کيلو پنير، زر کيلو چکه او نور توليديږي.

هغه زياته کړه، چې په اوونۍ کې درې ټنه چکه کابل ته ليږدوي، چې هلته يې ځانګړی بازار موندلی.

د يادې فابريکې د څارويو د خوراکي توکو مسئول وايي، چې په دغه برخه يې د شپږ ميليونه ډالرو پانګونه کړې، چې په هر يو ساعت کې څلور سوه بورۍ ژويو لپاره خوراکه توليدوي او پر هغو مالدارانو يې پلوري، چې دوی ترې شيدې پيري.




t