هلمند کې علمي او فرهنګي بورډ جوړيږي

هلمند کې علمي او فرهنګي بورډ جوړيږي

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حمیدالله ویاړ په مشرۍ ددې ولایت له فرهنګپالانو،استادانو،آدیبانو او شاعرانو سره د علمي او فرهنګي بورډ د جوړښت په تړاو مشورتي ناسته ترسره سوه.

د غونډې په پیل کې د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حمیدالله ویاړ په ولایتي کچه د یو علمي او فرهنګي بورډ د رامنځته کیدو پر اړتیا، اغیزمنتوب، او مهموالي خبري وکړې.

ښاغلي ویاړ وویل چې دا بورډ به د هلمند په کچه ټولي فرهنګي،ادبي،علمي او تحقیقاتي چاري مخته وړي، چې یو شمیر ادارې،فرهنګپالان،استادان، لیکوالان او ادیبان غړیتوب ولري.

د غونډې ګډونوالو استادانو،لیکوالانو،شاعرانو او ادیبانو په هلمند کې د علمی او فرهنګي بورډ جوړښت مهم یاد کړ، او پدې تړاو یې خپل بیلابیل نظریات شریک کړل.

د دوی په وینا چې لومړی باید د بورډ لپاره کړنلاره او د صلاحیتونو او مسؤلیتونو حدود معلوم او وټاکل سي ترڅو پر اساس یې راتلونکي فعالیتونه ترسره کړل سي.

د غونډې په وروستیو کې پریکړه وسوه چې د یوې ګډي کمېټې په مټ به د علمي او فرهنګي بورډ لپاره کړنلاره جوړه او په راتلونکې غونډه کې به پرې بحث ترسره سي.




t