له مېرمنې جلا کېدل / عارفه عمر لور بشير

له مېرمنې جلا کېدل / عارفه عمر لور بشير

ژباړه

یوه سړي هوډ وکړ چې له خپلې میرمنې نه جلا شي، په محکمه کې ښځې ووېل:

ـ حاضره یم چې له خپل میړه نه جلا شم، مګر یو شرط لرم .

سړي په چیغو چیغو وویل چې شرط مې قبول دی. ښځې و موسل، ویې ویل:

ـ له رسمي جلا کېدو نه دوه میاشتې مخکې دی باید زما په کور کې پاتې شي او هرمازیګر چې دی له دندې راځي، ما په غیږ کې پورته کړي او ترکوټې مې یوسي، نور ترې څه نه غواړم.

قاضي سړي ته مخ کړ، سړي چې سر له اوسه د ستړیا احساس کړی و او خولې پرې ماتې وې، ويې ویل :

ـ سمه ده ، دا شرط زما قبول دی.

سبا مازیګر سړي ښځه په غیږ کې پورته کړه چې تر کوټې یې یوسي او شرط پوره کړي، احساس یې کړه چې میرمن یې له هغه مهاله ډيره سپکه شوې ده چې دوی لومړی واده کړی و او دا به یې هر مازیګرپه غیږ کې نیوه او تر کوټې یې رسوله.
دویم او دریم مازیګر هم تیر شو، خپله میرمن به یې تر دروازې ورسوله خو ورته به یې نه کتل، په پنځم مازیګر ناڅاپي یې ورته پام شو چې د میرمنې په وېښتو کې یې یو یو سپين تار پېدا شوى دى، تر دې دمخه یې دغه سپين تارونه لیدلي نه ول.

په اتم مازیګر هغې ته یې وکتل، له خوبه زنګېده، فکر یې وکړ چې ښايي بیګا به یې خوب کړی نه وي، په غیږ کې یې پورته کړه، له اتو ورځو مخکې نه ډيره سپکه شوې وه، سترګو ته یې وکتل، د سترګو لاندې یې نرۍ نرۍ ګونځې ځغلیدلې وې. څه یې ونه ويل .

په دولسم مازیګر یې د هغې په خوله کې یو غاښ په امبور ښکل شوی ولید، عجیبه ورته وبرېښېده، له دې خبرې نه خو بیخي خبر نه.
په شلم مازیګر یې ډیره ستړې ولیده، ترې ویې پوښتل، هغې ووېل:

ـ د کور سودا مې وکړه، بیا مې ماشومانو ته نوي بوټونه او دهغوی د اړتیا وړ شیان واخېستل، کورته چې راغلو وږی ول، ډوډۍ مې تیاره کړه، کور ناولی و، هغه مې پاک کړ، ما ویل چې ته راشې کور پاک وي.

ښځې نور څّه ونه ویل، څلوېښتم مازیګر یې میرمنه په غیږ کې بې هوشه شوه، له ډاکټره خبر شو چې میرمن ته یې کومه ستره ناروغي پېدا ده، خو تر دې دمه یې ده ته ویلي ځکه نه ول چې دی به وزوریږي، کله چې په ډاکټر یې چیغه کړه، چې دا خبره دې ولې مخکې ماته نه کړه، له دې سره د ډاکټر سترګې له قهره رډې رډې راووتې، غږ یې دومره اوچت کړ چې په ټول کور کې یې انګازه خپره شوه:

ـ یو میړه باید د میرمنې له هر چا نه نږدې دوست وي، ته څنګه میړه یې چې ته یې د پښې له ژوبلېدو نه خبر نشوې، هغه پښه چې ستاد کور د پاکولو په مهال ژوبله شوې وه.

سړي هیڅ ونه ویل، تر شا شو، خپلې کوټې ته ولاړ، د کړکۍ په خواکې ودرید، د کړکۍ د باندې یې وکتل، په دې لاره سهار تللی او په نیمه شپه کور ته راغلی و، لار ورته بدله ښکاره شوه… شیبه چوپتیا شوه… ناڅاپه یې په ذهن کې یوه غټه سوالیه راڅرګنده شوه چې تر مخ یې لیکل شوي ول:

ـ په دې لس پنځلس کلونو کې ما مې میرمنې ته څه ورکړي؟ څومره ورسره په خوښیو او غمونو کې شریک شوی یم؟

سبا سهار دفتر ته ولاړ نشو، یو پاکټ یې د پوست په صندوق کې واچاوه، بیرته کورته راستون شو، په منډه یې میرمنې ته یو ګیلاس اوبه وروړې، د هغې ټوخی کرار شو، بله ورځ بیا هم کور پاتې شو چې د تلیفون زنګ راغی، میرمنې یې هلو وویل، د هغې خوا قاضي و، و یې ویل:

ـ مبارک مو شه، ستاسو میړه غواړي تاسو سره د عمر تر پایه ژوند وکړي.
میرمنې خپل میړه ته په اوښلنو سترګو وکتل، میړه وموسید.




t