مشهوره امریکايي سندرغاړې سندري پرېږدي

مشهوره امریکايي سندرغاړې سندري پرېږدي

د رپ موسیقي نوموتي او خوږ اواز لرونکي تور پوستي امریکايي سندرغاړې وايي، د سندرو څخه نور ځان تقاعد کوم. نوموړې نیکي میناج نومیږي او وايي غواړي یوه کورنۍ تشکیل کړي.

یاده تور پوستي سندرغاړې د امریکا د رپ موسیقي مشهوره سندرغاړې ده،چي د امریکا څخه بهر په نورو هیوادونو کي هم زیات مینوال لري. یادي سندرغاړې په یو ټویټ کي خپلو مینوالو ته ویلي دي، چي نور سندري پرېږدي او یوه کورنۍ تشکیلوي.

نیکي میناج د خپلو مینوالو څخه غوښتنه کړي ده، چي تر مرکه يي حمايه کړي او مینوال یی پاته سي. د نوموړې یاد خبر د هغې مینوال حیران او خپه کړل.

مشهوره امریکایي سندرغاړې سندري پرېږدي

پاته دي نه وي، چي نیکي میناج خپل هغه کنسرټ چي په سعودي عربستان کي د ښځو او ځوانانو د ازادې لپاره جوړیدونکی و، هم لغوه کړ او د روان کال په لمړی کي يي یو بل کنسرټ هم لغوه کړ.



فلمي نړۍ هالیوو‌‌‌‌‌‌ډ
t