سره رود: ۳۲ وسله وال وژل شوي

سره رود: ۳۲ وسله وال وژل شوي

د ننګرهار ولايت په سره رود ولسوالۍ کې د افغان ګډو امنيتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۳۲ وسله وال طالبان وژل شوي، ۶ ټپيان شوي او ګڼ شمېر وسلې، مهمات او موټرونه ترلاسه او يو شمېر يې لمنځه وړل شوي دي.

ددغه ولایت د رسنیو دفتر ویلي، د يادو عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر سيمې تصفيه شوي او همدا راز په بېلابېلو سيمو کې نوې پوستې ايجاد او سرتيري په کې مجهز ځای پر ځای شوي دي.

سرچینه وايي، اوسمهال ياده ولسوالۍ بشپړه تصفيه شوې؛ خو لا هم عمليات دوام لري.



افغانستان خبرونه ننګرهار وسله والو وژل
t