کندهار کې د ښوونيز کال پيل؛ مسؤلينو د بندو ښوونځيو د خلاصون غوښتنه وکړه

کندهار کې د ښوونيز کال پيل؛ مسؤلينو د بندو ښوونځيو د خلاصون غوښتنه وکړه

د یادو څرګندونو په تعقیب کندهار والي حیات الله حیات د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کي د پوهني رئیس ته هدایت وکړ، چي د وزیرانو شورا د پریکړي پر اساس په ټولو ښوونځیو کي کانتينونه بند کړي، د ښوونکو د معاشاتو استحکاکونه دي تر دې وروسته د ولسوالیو اجرائیه مدیران نه؛ بلکه د ولسوالانو له لوري امضاء سي، د پوهني ریاست هیڅ مامور او ښوونکی ته دي معتمد معاش نه ورکوي؛ بلکه د بانکي او تلیفوني سیسټم له لاري دي ورته اجرا سي.

د شنبې په ورځ په کندهار کي د نوي ښوونیز کال دپیل په موخه په احمدشاه بابا لیسه کي مراسم جوړ سوي وه، چي د کندهار والي حیات الله حیات په ګډون د ولسي جرګې دوو تنو وکیلانو، د ولایتي شورا رئیس او غړو، دولتي مامورینو او په زیات شمېر ښځینه او نارینه ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.

په دغه مراسمو کي د نورو ویناوالو تر خبرو وروسته کندهار والي حیات الله حیات وویل: تر دې وروسته نه باید خپله د پوهني په چارو کي مداخله وکړو او نه بل چاته اجازه ورکړو.

ښاغلي حیات پر والدینو، مشرانو او ښوونکو ږغ وکړ، چي نور باید خپل مسؤلیت ادا کړو او د معارف په برخه کي سته ستونزي باید په ګډه حل کړو او زیاته یې کړه، چي په نوی ښوونیز کال کي به ټول بند ښوونځی بیرته خلاصوی او د پوهني رئیس ته یې هدایت وکړ، چي په راتلوونکو دریو ورځو کي د معارف ټول خدمتي مامورین بیرته اصلي دندو ته ستانه کړي.

کندهار والي زیاته کړه ستونزي هر وخت شریکوو خو نن به یې د اصلاح پیل وکړو او د ستونزو د حل په برخه کي باید ټول سره یو موټي سو، تر څو د پوهني په برخه کي رواني ستونزي پای ومومي.

د غونډي په وروستیو کي کندهار والي حیات الله حیات او ورسره مسؤلینو په کندهار کي نوی ښوونیز کال د زنګ په وهلو سره پیل او د پوهني د پیاوړتیا او پراختیا دعاء يې وکړه.




t