رباني: افغانستان د سیمي د امنیت لپاره لویه قرباني ورکوي

رباني: افغانستان د سیمي د امنیت لپاره لویه قرباني ورکوي

پرون په اسلام اباد کي د سيمي د امنیت د افغان سولي او د ترهګرو سره د مبارزې په موخه پر بیلابیلو نورو موضوعاتو د افغانستان،پاکستان او چين هيوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو خبري کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وايي د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې پر لومړۍ کرښه د پراته هېواد په توګه افغانان د سيمې د امن لپاره درنه قرباني ورکوي، چې بايد قدردانى يې وشي. د تروريزم په وړاندې مبارزه د ټولو تروريستي ډلو پر وړاندې بې توپيره ګډو – تروريزم ضد اقداماتو ته اړتيا لري.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قريشي ويلي د سيمي د امنیت او د افغانستان سره د سولي د روانو خبرو په برخه کي مرسته کوو او په دې برخه کي یې رښتیني ګامونه هم اخيستي دي.

د دغو درې اړخيزو غونډو لړۍ دوه کاله مخکې پيل شوه چې لومړۍ غونډه يې په ٢٠١٧ میلادي کال کې په پيکنګ او دويمه په ٢٠١٨ میلادي کال کې په کابل کې شوه.




t