فراه: د طالبانو یوه بندخونه له منځه یوړل شوه

فراه: د طالبانو یوه بندخونه له منځه یوړل شوه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو یوه بندخونه له منځه وړې ده.

سرچینه وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د دې عملیاتو په لړ کې ۱۳ بندیان له دې بندخونې ازاد کړي دي.

باید وویل شي چې له تیرو څو ورځو راهیسې بیا پر فراه د طالبانو د برید راپورونه ورکول کیږي چې په ترڅ کې دواړو لورو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې هم شوي دي.

 



افغانستان جګړه خبرونه فراه
t