د سولي د خبرو په اړه دټرمپ تر ټويټ وروسته د ارګ غبرګون

د  سولي د خبرو په اړه دټرمپ تر ټويټ وروسته د ارګ غبرګون

ارګ: د وسله والو طالبانو لخوا د افغان وژني دوام د سولي خنډ سو

ولسمشری ماڼۍ څخه په خبره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي،چي د وسله والو طالبانو له لوري د تاوتریخوالي او ورانه فعالیتونو زیاتوالی او د افغان وژني دوام د سولي په لار کي د خنډ سبب سوی.

د ټرمپ تر تازه څرګندونو وروسته افغان حکومت غبرګون ښودلی او وايي طالبانو په ځلونو بین الافغاني خبرې رد کړې دي او پر تاوتریخوالي یې ټینګار کړی دی.

ولسمشر غني ویلي افغان حکومت د سولې طرحه جوړه کړې ده او لا هم له دغه پروسې ملاتړ کوي. دده په وینا د ميزان په شپږمه به په ټول هېواد کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کېږي او تر هغه وروسته به قوي مرکزي حکومت د سولې لپاره هڅه کوي.

ولسمشر غني دغه راز له امریکا او نورو ملاتړو هېوادونو مننه کړې چې د سولې لپاره منډې ترړې کوي او په خبره یې افغان حکومت به له خپلو متحدو ملګرو سره یو ځای د سولې هڅو ته ادامه ورکوي.

نوموړي یو ځل بیا ویلي، واقعي سوله هله راتلای شي چې طالبان اوربند وکړي، افغان وژنه بس کړي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

 




t