شیدې ( Milk )

شیدې ( Milk )

شیدې زموږ د ټولنې د ورځینو خوړو لویه برخه جوړوي. د هر حیوان شیدې جلا جلا ګټې او ځانګړنې لري. ډول ډول ویټامینونه لري شیدې د انسان وینه ډېروي، بدن نرم او پوست ساتي. بشپړه غذا ده. اندیښنې، سوچونه او نورې ناروغۍ لرې کوي. که شیدې له ګبینو سره ګډې او وڅښل شي، نو د انسان رنګ تازه کوي او ځلا ورکوي.
رسول الله (ص) به شیدې ډېرې څښلې. ګرم مزاج لري. د شیدو خوړل د انسان پوټکی سپینوي او شهواني ځواک یې ډېروي. د ښځې په رحم کې د جنین په ښایست کې ونډه اخلي، معده نرموي. ذهن پیاوړی کوي، له بورې سره خوړل یې انسان ښایسته کوي ، اورۍ قوي کوي او حافظه ښه کوي.
عطا محمد میاخېل



هر اړخيز او معلوماتي
t