خوست: یو خطرناک غل ونيول شو

خوست: یو خطرناک غل ونيول شو

پولیسو یو تن د څارویو، پیسو او مبایلونو د غلا په تور نیولی.

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې یو تن غل نيولی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، له یاد وسله وال غل يې سره ۱۱ پسونو، ۱۲ زره افغانیو او د یو شمېر مبایلونو د غلا په تړاو له یو میل وسلې سره نیولی دی.




t