والي: د ننګرهار په ټولو ولسواليو کې پروژې پيل شوي

والي: د ننګرهار په ټولو ولسواليو کې پروژې پيل شوي

ننګرهار والي وايي په ټولو ولسواليو کې د متوازن انکشاف رامنځته کېدو په موخه سلګونه پروژې پيل شوي.

ننګرهار والي شاه محمود ميآخيل د پچير اګام ولسوالۍ مخورو سره په ناسته کې وويل، چې په ټولو ولسواليو کې متوازن انکشاف رامنځته کېدو په موخه سلګونه پروژې پيل شوي؛ خو ولسونه بايد د پروژو په پلې کېدو او ساتنه کې همکاري وکړي.

د پچير اګام قومي مخورو په ناسته کې د خپلې سيمې د پوهنې اړوند ستونزې او په يو شمېر برخو کې د پرمختيايي چارو تر سره کېدو غوښتنه وکړه.

دوی وويل، چې د نظام ملاتړي دي او حکومت سره په ټولو قانونو چارو کې هر مهال همکارۍ ته چمتو دي.

ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وويل، چې په ټولو ولسواليو کې متوازن انکشاف رامنځته کېدو په موخه سلګونه پروژې پيل شوي او ګڼ شمېر نورې ګټې اخيستنې ته سپارل شوي؛ خو د ولسونو په همکارۍ يې ټينګار وکړ او زياته يې کړه په هغو سيمو کې چې پروژې پلې کيږي ولسونه يې بايد ساتنه وکړي.

نوموړي پوهنې رئیس ته د تيليفون پر کرښه سپارښتنه وکړه، چې پچير اګام ولسوالۍ کې د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو په حل کې جدي اجرات تر سره کړي، چې نوموړي له لوري ورته د عاجلو اجراتو ډاډ ورکړل شو.




t