شپاړلس کاله وروسته؛ کرینا اوس هم پریټي ته غوسه ده

شپاړلس کاله وروسته؛ کرینا اوس هم پریټي ته غوسه ده

د هندي سېنما نوموتي او ښکلې ستورې کرینا کپور ۱۶ کاله وروسته اوس هم د بالیووډ د ښکلې او نوموتي سېنمايي ستورې پریټي زینټا څخه خپه ده او هم ورته په غوسه ده. د هندي سېنما وتلې او ښکلې سېنمايي ستورې پریټي زینټا د کرن جوهر سره په یوه خپرونه کي دا خبري کړي دي.

پریټي زینټا د هندي سېنما د مشهور لارښود کرن جوهر سره په یوه تلویزوني خپرونه کي ویلي دي، چي د کرینا کپور سره ستړي مسي او خبري کوي او وايي ورسره کومه ستونزه نه ‌لري، آما په دي ورته غوسه ده، چي له پامه یي غورځوي.

فلمي لارښود کرن جوهر پریټي ته د خپروني په جریان کي د شارخ خان او پریټي زینټا (کل هو نا هو) فلم یوه ویډیو وښودله، چي په ۲۰۰۳ م کال پریټي زینټا د شارخ خان سره په کي مرکزي رول لوبولې و. پریټي د د ویډیو کتلو وروسته وویل، په (کل هو نا هو) فلم په پیل کي کرن جوهر په فلم کي مرکزي رول لپاره کرینا کپور ټاکلې وه، چي په اخیره کي يي دا رول ماته راکړ او زموږ تر منځ ستونزه هم په همدي رامنځه ته سوه.

کرینا پريټي ته اوس هم غوسه ده

پاته دي نه وي، چي هغه مهال کرینا له فلم څخه وویستل سوه، بیا يي نه د فلمي لارښود کرن جوهر او نه هم د پریټي زینټا زنګونو ته ځواب ورکاوه او نه يي هم ورسره خبري کولې. پریتي ویلي دي چي کرینا راته په همدي غوصه ده او ستونزه يي هم همدا ده.



بالیوو‌‌‌‌‌‌ډ فلمي نړۍ
t