د بڼوالۍ په برخه کې نویو څېړنږ محصولات ډېر کړي

د بڼوالۍ په برخه کې نویو څېړنږ محصولات ډېر کړي

د بڼوالۍ په برخه کې نوی څېړنې؛ د محصولاتو د زیاتوالي په پار ستر‌ګام

د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخه کې نوی څېړنې او په دغو برخو کې نوی لارې چارې او اسانتیا پیداکول که له یوې خوا د محصولاتو کچه زیاتوی بلخوا د هېواد اقتصادي ودې ته هم لار هواروی.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د نورو کرنیزو برخو ترڅنګ په هېواد کې د بڼوالۍ پراختیا او په دې برخه کې د څېړنو او نوی لارو چارو د پېژندلو په پارمهم ګامونه اخیستي دي.

په دغو اغېزناکو او مهمو چارو کې، چې دکرنې وزارت له خوا په هېواد کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار تر سره شوي دي یو هم په کندهار ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا څېړنیز ( PHDC )مرکز جوړول دی.
د کندهار د بڼوالۍ د پراختیا څېړنیز مرکز ( PHDC ) ددې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو لوی ریاست اړونده د کوهکران په څېړنیز فارم کې شتون لري.

په دې څېړنیز مرکز کې دکندهار دکرنې ریاست د متخصصینو او مسلکي کارکوونکو له خوا دمېوو پر ونو او تخمونو او ددې ترڅنګ د بڼونو داصلاح، ترویج او تکثیر په پار بېلابېل څېړنیز پروګرامونه ترلاس لاندې نیول شوي دي، ترڅو د بزګرانو او بڼوالو د پوهې کچه لوړ او د قناعت وړ حاصل او عاید تر لاسه شي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې په دې څېړنېز مرکز کې د کندهار او شاوخوا سیمو اقلیمي حالاتو ته په کتو د مناسبې ودې درلودونکو مېوو ملي کلکسیونونه او ننداریز بڼونه جوړ شوي دي. د ښاغلي سیدي په خبره په دې څېړنیز مرکز کې د انارو، انځر، لوکاټ، انګور، شفتالو، الو، زردالو او بادامو ننداریزې قطعې موجودې دي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي وویل، چې ملي کلکسیون په یوه بڼ کې د مېوو بېلابېل ډولونو یا ورایټیو مجموعي او یا ټولیز بڼ څخه عبارت دی.

د بېلګې په توګه د انارو په ملي کلکسیون کې د انارو بېلابېل ډولونه لکه: «سره انار، سپین انار، کندهاري انار، بې دانې انار، پنډ پوستی انار، نازک پوستی انار، تروش انار او داسې نور»، چې د هېواد د ټولو هغو سیمو څخه چې د انارو د تولید لپاره یې اقلیم مناسب دي راټول کړي دي.

ښاغلي سیدي د انارو ملي کلکسیون « Pomegranate National collection» په هکله وویل، چې د انارو ملي کلکسیون له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۳ زېږدیز کلونو پورې احداث شوې، چې په کې د انارو ۷۹ ورایټۍ یا ډولونه شامل دي، چې له دې ډلې څخه یې ۵۹ ډولونه د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي انار او ۲۰ ډوله نور یې له بهره وارد شوي د انارو ډولونه دي، چې د امریکا متحده ایالاتو د کلفورنیا پوهنتون څخه راوړل شوي دي.

د انارو ترڅنګ په دې څېړنیز مرکز کې د انګورو ملي کلکسیون « Grape National Collection» هم شته. دغه کلکسیون چې په ۲۰۰۹ ام زېږدیز کال کې جوړه شوې ده په کې د ۱۳۸ ډوله سیمه ییزو انګورو تاکونه د چیلې « trellis» په بڼه روزل کیږي. د تاکونو ترمنځ یې واټن ۱.۸ متره او د کتارونو ترمنځ یې واټن درې متره ده او په هر کتار کې یې ۱۰ تاکونه شتون لري. یاد ملي کلکسیون په ۴.۳ جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده.

دغه راز ددې څېړنیز مرکز بله څنډه کې بیا د شفتالو ملي کلکسیون « Peach National collection» هم د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو په ترڅ کې جوړه شوې ده. د کندهار د کرنې رییس وایي، چې په دې ملي کلکسیون کې د شفتالو ۱۱۰ ډولونه شتون لري، چې ۲۴ هغه یې له بهره وارد شوي ډولونه دي. په دې ملي کلکسیون کې له هر ډول څخه پنځه ونې اېښودل شوي دي، د ونو ترمنځ یې واټن ۴.۲ متره او د کتارونو ترمنځ یې واټن پنځه متره ده. د شفتالوو ملي کلکسیون په نږدې شپږ جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده.

ښاغلي سیدي زیاته کړه، چې په ۲۰۰۹ ام زېږدیز کال کې ددې فارم په څېړنیز مرکز کې د الو ملي کلکسیون « Plum National Collection.» هم جوړه شوې ده، چې په کې د الو ۷۵ ډولونه شتون لري او ترڅنګ یې د انځرو ملي کلکسیون « Fig National collection.» هم په همدې کال کې جوړه شوې وه، چې په کې د انځورو ۱۳ ډولونه موجودې دي.
په دې څېړنیز مرکز کې دیادو ملي کلکسیونونو ترڅنګ د لوکاټو ملي کلکسیون « Loquat National collection»

هم په ۲۰۱۳ ام زېږدیز کال کې جوړه شوې ده، په دې ملي کلکسیون کې د لوکاټو ۱۱ ډولونه شامل دي، چې د هسپانیې له هېواده وارد شوي دي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې په دې څېړنیز مرکز کې د یادو کلکسیونونو د جوړولو موخه په دې ولایت کې د بڼوالۍ پراختیا او د بېلابېلو معیاري مېوه لرونکو بڼونو جوړول دي.

د کندهار ولایت د کوهکرانو په څېړنیزفارم کې د پورته ملي کلکسیونونو ترڅنګ د یوشمېر مېوو نندارز بڼونه هم احداث شوي دي. په یاد څېړنیز فارم کې د بادامو، زردالو، انګورو او انارو ننداریز بڼونه هو شتون لري.

ددغو ننداریزو بڼونو دجوړولو موخه په عصري بڼه د بڼونو جوړول، د سیمې له اقلیم سره د توافق لرونکو ونو د ډولونو پېژندل، د ژر پخېدونکو ورایټیو پېژندل او د مېوو غوره سوادګریز ډولونو پېژندل دي.

ددغو ټولو کړنو سره سره په دې څېړنیز فارم کې بڼوالو، بزګرانو او د کرنې د برخې زده کړیالانو ته د کرنې او بڼوالۍ په بېلابېلو برخو کې د عملي زده کړې زمینه هم برابره شوې ده.

د کندهار د کرنې اداره هڅه کوي، چې کندهار کې بڼوالۍ ته وده او پراختیا ورکړي او هغه ونې ترویج کړي، چې په لنډ وخت کې مېوه نیسي او د ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي.




t