د ۱۳۹۹ کال لپاره يو شمېر کرنيزې طرحې و ارزول شوې

د ۱۳۹۹ کال لپاره يو شمېر کرنيزې طرحې و ارزول شوې

د کرنې وزیر د ۱۳۹۹ یم مالي کال یوشمېر پروژې او طرحې وارزولې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی په هغه غونډه کې، چې د پروژو رییسان او د وزارت اړونده رییسانو شتون درلود د ۱۳۹۹ یم مالي کال یوشمېر نوی پروژې او طرحې وارزولې.

د فراه ولایت د عنابو، د غزني ولایت الوبخارا، د داکندي ولایت بادامو او د فراه ولایت د خرماوو تولید، پروسس، بسته بندی او بازارموندنه، د طبي نباتاتو د تنظیم طرحه، د خلکو په ګډون د څړځایونو د طرحې تنظیم او د کرنې او مالدارۍ اړونده یوشمېر نورې طرحې هغه پروژې او طرحې دي، چې د ۱۳۹۹ یم مالي کال لپاره په پام کې نیول شوي دي.

یاد طرحې او پروژې د اغېزناکې برنامه ریزی او اغېزمن پلي کېدو په پار په یاده غونډه کې د ښاغلی درانی له خوا وارزول شول.

د کرنې وزیر په دې غونډه کې د هرې برخې رییسانو ته د برنامو او طرحو د ښه پلي کېدو په پار لازمې لارښوونې وکړې.




t