والي: د هلمند په ټولو ولسواليو کې به د اوبو ذخيرې جوړې شي

والي: د هلمند په ټولو ولسواليو کې به د اوبو ذخيرې جوړې شي

د هلمند په ټولو ولسوالیو کي به چیک ډیمونه ، د اوبو ذخیرې جوړي شي.

هغه ناسته چې د همدې موضوع اړوند نیول شوې وه د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان ترڅنګ د هلمند سیندیزي حوزې عمومي ریئس ، د اوبو د تنظیم ریئس او ولسوالانو ګډون کړی وو.

د هلمند سیندیزي حوزې ریئس انجینر غلام یحی څرګند د غونډي ګډنوالو ته د مرکز څخه د منظور شوو چیک ډیمونو یا د اوبو ذخیرو په اړه مالومات وړاندي کړه او ددې تر څنګ يې پر نخیکي اړخونو هم وږغیده هغه زیاته کړه د هلمند په ټولو هغه ولسوالیو کي چي د چیک ډیم د جوړیدو سیمي ولري جوړیږي او په دې سره به د بارانونو پرمهال د غرونو او شېلو اوبه د بېځایه کېدو څخه را وګرځي.

څرګند زیاته کړه: د اوبو د چیک ډیمونو په جوړیدو سره به د ځمکي لاندي اوبه هم تقویه شي او ډېره ممکنه ده چي پخواني کاریزونه بیرته اوبه پیداکړي او خلک ترې ګټه پورته کړي او ترڅنګ يې د بارانونو پرمهال د سېلابونو د راوتلو مخنیوی هم کیږي.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین په دې جوړه شوې غونډه کي د خبرو پرمهال وویل: ددې چیک ډیمونو په جوړېدو سره به په لیري پرتو سیمو کي د خلکو ستونزي حل شي او له همدې اوبو څخه به د ځمکو دخړوبولو په موخه ګټه پورته کوي.

ښاغلي یاسین خان زیاته کړه: ټول ولسوالان دي د خپلو اړوند ولسوالیو له اوسېدونکو او قومي مشرانو سره خبري وکړي ترڅو هلته د اوبو ذخیزي جوړي شي او په سیمه کي د اوبو د نشتوالي مخه ونیول شي.




t