لندن:هغه افغان نیول سوی،چي لوڅو فلمونو کي کارکوونکې لور يې وژل

لندن:هغه افغان نیول سوی،چي لوڅو فلمونو کي کارکوونکې لور يې وژل

هغه افغان نیول سوی،چي غوښتل يې خپله لور،چي په لوڅو فلمونو کي يې د خپل ميړه سره یو ځای کار شروع کړی ووژني

بریټانوي ورځپاڼو خبر ورکړی چې ۵۴ کلن محمد پتمن او ۴۹ کلن دریا خان ساپي غوښتل چې د ښاغلي پتمن هغه ۲۵ کلنه لور ترور کړي چې له خپل مېړه سره په سلواکیا کې د جنسي فلمونو شرکت سره کار کوي.

دا دواړه پرون په لندن کې د انګریزي ایف بي آی په نوم مشهورو بریټانوي پولیسو لخوا نیول شوي دي.

پولیسو ویلي، د دغو دواړو نیول شویو کسانو له ټلیفوني تماسونو څېړلو وروسته یې معلومه کړه چې دغه دواړه په څه ډول د دغې مېرمنې او میړه د وژلو پلان جوړوي.




t