موږ درې بلا پسې / درې اويايمه برخه

موږ درې بلا پسې / درې اويايمه برخه

جاوېد اوربل

لومړی او اخیري ورځ

(د ازادۍ ورځ وه. زه، ډاکټر سمیر او باباګک ګل اغا شفاخانې ته راورسیدو، د شپې نوکري کسان ټول لاړل.

موږ درې د سهار چای ته کښیناستو، تروش پنیر، عسل او ګرمه ډوډۍ مو راواخیسته.

باباګک ډاکټر سمیر ته وویل: په نورو هیوادونو کې چې چاودنې وشي، ولې یو دوه کسه مړه شي، نور ټول ټپیان پاتې شي، زموږ په ملک کې تر ټپیانو مړه ډير شي؟

دا هغه سوال و چې زما هم تلوسه شوه چې د ډاکټر سمیر ځواب واورم.

ډاکټر سمیر ساده ځواب ورکړ، ویې ویل: یو د مسولیت احساس نشته، بل انساندوستي.

موږ منتظر وو چې ډاکټر سمیر به په خوله کې ژوولې ګوله تیرې کړي نو یو څه به نور هم ووايي.

خو ځواب پاتې شو. یو دروند غړز شو، بندې دروازې او کړکۍ خلاصې شوې، موږ یې همداسې ځای پر ځای وښورولو.

موږ ژر د ځای د پتې لګولو اټکل کاوه خو ډاکټر سمیر ژر د عاجلې خونې پر لورې منډه کړه. زه هم ورپسې شوم.

موږ پرتو بسترونو ته نږدې دواګانې تیارې کړې.
داسې پنځه دقیقې نه وې تیرې چې د روغتون په دروازې کې چیغې رادننه شوې.

ډاکټر سمیر موبایل راواخیست، ما ورته وویل: کور ته احوال ورکوې، رډې سترګې یې راته ونیولې.

ویې ویل: نوکري ډاکټران او نرسان ولې رانغلل؟!
د کړکۍ خواته یې اشاره وکړه، ویې ویل: قیامت را روان دی!

یوه دنیا په وینو لړلي مات ګوډ انسانان خلکو په غیږو او څټونو کې راخیستی وو.

لومړی وارخطایي راباندې راغله، بیا مې ورو ورو زړه خراب شو، رډې سترګې مې اړولې خو په پښو کې مې طاقت نه و.

ډاکټر سمیر تر ما بدتره و، یوازې سترګې یې غړولې. بسترونه ډک شول او هر چا خپل زخمي کس په عاجلې خونې راننه ایسته.

ډاکټر سمیر مې لیده چې هر څوک ورته ووایي لومړی زما زخمي وګوره، مري، ده به یو زخمي پرېښود، د هغه خواته به ور وځغاسته.

څو شیبې وروسته نو په عاجله خونه کې د پښې ایښودلو ځای نه و، ډیر زخمیان پر ځمکه پراته وو او هر کس د خپل زخمي سرته ولاړ و. سلګۍ، بغارې او زړه چوونکي زګیروي وو.

یوه ناروغ ته چې مې وکتل، برګه دریشي یې اغوستې وه، ما ویل، سرتیری دی، د ده تداوي لومړی په کار ده.

د سینې سر ته تر چنغړک را لاندې یې مرمۍ لګېدلې وه، مرمۍ یې سره غاړه پرې کړې وه، ساه یې تر همدې زخمي سوري وتله او ور ننوتله.

په وینو کې غرق و، ژبه یې یوه لویشت راوتلې وه، شونډې یې خوځیدې، لکه اوبه یې غوښتې، خو کله چې مې یې سینې ته لاس ور واچاوه چې ګریوان یې ور وشکوم، نو پر واسکټ مې لاس ولګېد، ځانمرګی یې هم راوړی و.

رېموډ یې په لاس کې و، لکه چې خدای دا وس نه و ور پریښی چې ګوته پرې کښېکاږي.

رېموډ مې یې له لاسه واخېست، چیغه مې کړه: ځانمرګی دی، ځانونه وباسئ.

په عاجل اطاق کې پر زخمیانو د ختلو چیغې شوې.
د ټپیانو سره راغلي کسان ټول ووتل.

ډاکټر سمیر چې زه ولیدلم، لا نه یم وتلی، زما خواته راغی.

ما وار لومړی کړ، ورته ومې ویل: ښه شو چې کار کولو ته ځای خالي شو.

د هغه تر سترګو اوښکې داسې پرېدلې لکه دارې چې وهي.

د دروازې خواته ورغلم، په دهلیز کې د خلکو داسې رش و چې د پښې ایښودلو ځای نه و.

دوه کسه مې راکش کړل، په دروازې مې راننویستل، ورته ومې ویل، د ټپیانو نومونه مو راته واخلئ، نومونه مې یې ولیکل، دوی ته مې وویل: تر څو چې موږ نه وي درته ویلي، دروازه به هیچا ته نه خلاصوئ.

ډاکټر سمیر رانارې کړې، ویې ویل: تریاژ!
مانا ډیر خطرناک او لږ خطرناک ټپیان په نښه کړه.

باباګک ته مې وویل: سره او زرغونه ټوکران مې په کار دي.

هغه په شیبه کې د ټوکره بیرغ راته راوړ.
ورته ومې ویل: اوږدې اوږدې ریښکې ترې وباسه.

خپله مې له چپې خوا څخه د ټپیانو لیدل شروع کړل. غږ به مې پرې وکړ، سر تر پښو به مې لاس پرې راتیر کړ.

باباګک ځان راپسې راورساوه، د ډیرو لویو ټپونو کسانو ته مې سره ریښکه پر تندي ورتړله او د چا چې به ټپونه کم او واړه وو، شنه پټه به مې پر تندي ور وتړله.

ډاکټر سمیر مې ولید چې غیږه یې له پټیو، الکهولو او پیچکاریو ډکه کړې وه، له کومه ځایه چې ما شروع کړې وه، دی هماغلته په منډه روان و، یوه یوه پیچکاري پر لارې ترې لویده، خو دی د خپل ټیټ قد سره چابک روان و.

ما چې ټپیان په نښه کړل چې څوک بیخي عاجلې مرستې ته اړتیا لري نو باباګک ته مې وویل چې پټۍ راوړه.

هغه ته مې وویل: ډیرې راوړه. بل ځل یې لمن ډکه کړې راوړه، ما ورته وویل: بیخي ډیرې راوړه نو درسته المارۍ یې چپه کړې وه او تر یوه کنج یې نیولې وه، راکشوله یې.

المارۍ یې ما ته راورسوله، بیا به چې زه له یوه ټپي بل ته تلم نو ده به یوازې المارۍ راپسې راکشوله چې زړه خوړونکی غږ یې جوړاوه.

کله چې مو نیم ټپیان پټۍ کړل او زخمونه مو ور وګنډل نو ډاکټر سمیر رانارې کړې، نن باید مړی له دې اطاقه ونه وځي.

ستړی وم خو دې خبرې داسې قوت او انرژي راکړه لکه همدا اوس چې کار ته دریدلی یم.

د سرې پټۍ والا ټپیانو ته مو سیرومونه ولګول، د زرغونو پټیو والا ټپیانو درملنه مو شروع کړه.

یو وخت چې مې کتل، په وینو سرو دستکشو څخه یو سطل ډک شوی و. دوه سطله له پیچکاریو، په وینو سرو پټیو او د چرو له ټوټو ډک شوي وو.

شاوخوا پنځه ساعته وروسته ډاکټران او نرسان راورسیدل.

موږ بې هوښۍ ته نږدې شوي وو.

د زرغونو پټیو والا ناروغان یې له ځمکې پورته کړل، نورو اطاقونو ته یې انتقال کړل، په اویا ټپيانو کې یوازې یوه جنازه ووته، هغه هم د ځانمرګي واسکټ والا وه.

یو کم اویا کسه، ژوندي پاتې شول، پنځه شدید ټپیان په امبولانس کې سیروم تړلي بل روغتون ته انتقال شول، ځکه د عاجلې خونې نه قصاب خانه جوړه شوې وه، د وینو ډمونه پکښې ولاړ وو.

پر ما، ډاکټر سمیر او باباګک راغلي ډاکټران او نرسان را ټول شول، بیا د ټپیانو خپل خپلوان راغلل، بیا چې دوی ته باباګک زموږ د ژغورلو کیسه وکړه، د اوښکو ډیرې ډکې سترګې راته مخامخ شوې.

کله چې موږ روان شوو، لسګونه کسان راپسې شول، تر هغو.چې موږ یې له روغتونه رخصتولو، راته ولاړ وو.

زه خو بیخي بې حسه شوی وم، غوږونو مې کار پریښی و، یوازې مې رډې رډې ستر




t