طالبان وايي يو څه او کوي بل څه! / جاويد آغاز

طالبان وايي يو څه او کوي بل څه! / جاويد آغاز

جاويد آغاز

وسله وال طالبان له يوې خوا د سولي، ورورولۍ، پخلايني او ملي يووالي خبري کوي، خو د بلي خوا بيا بېګناه انسانان په شهادت رسوي.

د طالبانو متذب-ذب او ضد ونقيص دريځونو ولسي وګړي اندېښمن کړي. ولسي وګړي وايي، که طالبان په رښتيا سره سولي ته ژمن وي، نور بايد د بېګناه انسانانو وينه تويونه ودرېږي.

که څه هم وسله وال طالبان د سولي مذاکراتو وروستيو پړاوونو ته داخلېږي، خو جګړه ورځ تر بلي لا هم زور اخلي او هره ورځ په سلګونو غيرمحارب افغانان په شهادت رسېږي.

سياسي شنونکي او د چارو کارپوهان وايي، طالبان بايد نور د خارجي قواوو سره د جګړې په پلمه د افغانانو قتل وقتال ودروي.

دوی وايي، طالبان بايد ژر تر ژره اوربند وکړي او نور د جګړې تداوم ته لمن ونه وهي.

تېره اوونۍ د سولي د ولسي حرکت د ځينو غړو شکنجه کول او زندان ته اچول، د سولي خبرو ته زيان رسولای شي.

په عامه محفلو کي ځان وژونکي بريدونه، چاودني او ورځ تر بلي د جګړې شدت او د ملکي خلکو تلفاتو ولسي وګړي د سولي پر روانه پروسه شکمن کړي.

ولسي وګړي وايي، طالبان د خپل ملت په وړاندي جګړه کوي، په هر بريد او چاودنه کي په لسګونو او سلګونو افغانان خپل ژوند دلاسه ورکوي.

تېره اوونۍ په بګرام کي د بهرنيو ځواکونو پر پوځي کتار يو ځان وژونکی بريد وسو، چي په پايله کي يې يواځي ولسي وګړو ته زيان واوښت او وسله والو طالبانو د درېيو او که د څو تنو بهرنيو عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړ.

حال دا، چي په دغه بريد کي هيڅ يو بهرنی سرتېری نه دی وژل شوی.

طالبان په دې اساس پړاو کي په دغه راز بريدونو او بې اساسه خبرونو غواړي وېره خپره کړي او د جګړې په ډګر کي ځان برلاسی وښيي.

ولسي وګړي وايي، که طالبان واقعاً سولي ته ژمن وي، نور بايد ملت ته د خبرو پر ځای په عمل کي ميلان ثابت کړي.

ولسي وګړي او زياتره سياسي مبصرين وايي، وسله وال طالبان وايي يو څه او کوي بل څه.

د شنونکو په باور، وسله وال طالبان بايد عملاً د سولي او ملي پخلايني لپاره نور لاس په کار شي او د خپلو خلکو مجبوريتونه درک کړي.

د چارو کاروپوهان وايي، جګړه د حل لاره نه ده، په ميليونونو افغانان شهيدان، معلول او معيوب شول، په ميليونونو مهاجر او په بهرنيو هيوادونو کي تيت شول، په ميليونونو افغانان بې پلاره، بې وروره او بې مشره شول، په ميليونونو کونډي او يتيمان راپاتي شول، دا ټول د جګړې ګټه او محصول شو، نور هيڅ يو افغان په افغانستان کي د جګړې دوام نه غواړي، ټول ملت د سولي راتګ ته شېبې شماري.

نو په همدې اساس، د جګړې ښکېل جهتونه بايد نور د جګړې د دام پر ځای، د جګړې د دايمي خاتمې په فکر کي شي او نور مو په هيواد کي د تل لپاره جګړه ورکه شي او خلک خپل ژوندانه ته دوام ورکړي.



افغانستان بدمرغي جګړه سوله ليکني او ژباړي ښېرازي
t