د سولي خبري او روانه جګړه! / ثناء الله ظفر

د سولي خبري او روانه جګړه! / ثناء الله ظفر

ثناء الله ظفر

په دې وروستيو کي وسله وال طالبان له يوې خوا د سولي خبري کوي، د بلي خوا ورځ تر بلي داسي حملو او چاودنو ته زور ورکوي چي په پايله کي يې يواځي او يواځي زموږ بې ګناه افغانان په شهادت رسېږي.

وسله وال طالبان پر بېګناه ولسي وګړو هيڅ ترحم نه لري، په هر بريد کي په لسګونو او سلګونو افغانان خپل ژوند دلاسه ورکوي.

د هيواد هره لوېشت خاوره د جګړې، چاودنو، ځان وژونکو بريدونو او غمونو سمبول ګرځېدلې، هر ځای هديرې دي، قبرونه دي او انسانان د غم، وير، ساندو او د ماتم پر ټغر ناست دي.

د سولي د خبرو د پيل سره سم افغانانو هيله درلودله، چي ښايي نور دغه روان وحشت لږ تر لږه راکم شي، خو د افغانانو د فکرونو او خوبونو د تعبير برعکس، جګړې زور واخيست، مرګ ژوبله دوه چنده شوه، آن په ودونو او د ملکي کسانو د خوښيو او خوشحاليو په مراسمو کي هم ځان وژونکي بريدونه پيل شول.

د ولسي وګړو د خوشحاليو او د واده د مراسمو پر کاروان چاودني وشوې او د بېګناه خلکو د خوښۍ مراسم په غم مبدل شول.

ولسي وګړي وايي، طالبان بايد نور  د بېګناه او غيرمحاربو افغانانو د وژلو او دربدره کولو څخه لاس واخلي.

تېره اوونۍ وسله والو طالبانو د کندوز پر ولایت بريد وکړ، چي په پايله کي يې ګڼ شمېر زموږ بېګناه هيوادوال په شهادت ورسېدل.

همدا راز څو ورځي مخکي د بغلان ولايت پر پلخمري ښار حمله وکړه، چي په پايله کي يواځي او يواځي زموږ بېګناه هيوادوال بې کوره، دربدره او ووژل شول.

وسله وال طالبان غواړي په دغه ډول بريدونو په ولسي وګړو کي وېره خپره کړي، تر څو دنياوالو ته د جګړې په ډګر کي ځان برلاسی ثابت کړي.

ولسي وګړي وايي، چي که طالبان واقعاً سوله کوي او د سولي په خبرو کي رښتيني وي، بايد روان وحشت او بربريت نور خاتمه ومومي.

دا جګړه د ولسي وګړيو په وړاندي پيل شوې او قربانيان يې ولسي وګړي دي.

د سياسي چارو کارپوهان وايي، سره د دې چي طالبان په دې پوهېږي، چي د رواني جګړې قربانيان ولسي وګړي دي، خو بيا هم چاودني کوي، په عامه محفلو کي ځان وژونکي بريدونه کوي او بېګناه ولسي وګړي په شهادت رسوي.

په ودونو، عامه محفلو او په ګڼمېشتو ولسي سيمو کي دا ډول بريدونه د اسلام د ټولو نافذه قوانينو خلاف عمل دی او وسله وال طالبان بايد په دا ډول بريدونو ولس له ځانه ناراضه نه کړي، چي خدای ج مه کړه بيا د سولي پروسې ته هم زيان ورسېږي.

د سولي د خبرو او توافق لپاره لازمه ده، خلک عملي د سولي په اړه يو مفيد اقدام وويني، تر څو ملت د سولي په اړه مطمين شي.

جګړه د اوسنيو لاينحل ستونزو د حل لاره نه ده، نو په همدې اساس، وسله وال طالبان او د جګړې ټول ښکېل اړخونه بايد نور په عملي ډول سولي ته کار وکړي او نور دغه څلوېښت کلن خونړی ناورين خاتمه ومومي.



افغانستان جګړه سوله ليکني او ژباړي
t