د ټاټوبي اوونيزي له نشراتو څخه څومره خوښ ياست؟

د ټاټوبي اوونيزي له نشراتو څخه څومره خوښ ياست؟

محب هوتک لیکوال

د چاپي رسنيو په برخه کي د ټاټوبي اونیزي فعالیتونه د ستایلو وړ دي. د یوې سيمي د دود، کلتور او د سيمي د حالاتو څخه ښه ښکارندويي، د همدې اوونیزي تر ټولو ښه طريقه ده، چي په یادو برخو کي يادي اوونیزي د کندهار ولایت ډېر ښه انځور تر نورو ولاتونو پوري رسولی او خپور کړی دی. ټاټوبی اوونیزه، چي په کندهار ولایت کي د تېرو یوولسو کلونو راهيسي فعالیت کوي او خبري پوښښ يې د مرکز په شمول، تر ډېر شمېر ولایتونو پوري رسېږي. د ټاټوبي اوونیزي خبري، آدبي، روغتیايي، هنري، سپورټي او فرهنګي برخي يې ښه بېلګي یادولای سو. د همدې اوونیزي په مرسته زیات شمېر هیوادوال د هراړخیزو معلوماتو څخه برخمن سوي دي او تر څنګ یې د خلکو علاقه د لیکني کولو سره زیاته کړې ده. همدارنګه د یادي اوونیزي د ویب پاڼي په مرسته تر نړیوالو او په بهر کي د مېشتو افغانانو پوري هم د یادي اوونیزي لیکني رسېږي. د دې اوونیزي په مرسته موږ کولای سو، چي د خپلي لهجې د لیکدود ساتنه وکړو او د نورو ولایتونو خلک د خپل لهجوي لیکدود سره اشنا کړو. د ټاټوبي اوونیزي بله برخه، چي زیات شمېر علاقمندان لري، نظر درلودونکي او لیکوالان په خورا ورین تندي لیکني ورته لېږي، هغه د ولس ږغ برخه ده، چي په هيواد کي د شته ستونزو د حل په موخه خپرېږي. د ټاټوبي اوونیزي له مشرتابه او کاري ټيم څخه ولس تر ډېره بريده منندويه دی او د لا پیاوړتیا په هیله یې دی. که چېري په یاده اوونیزه کي د ولایت پېژندني برخه هم وراضافه سي، نو دا څه به هم زما په فکر، ډېر مفید ته تمام سي، چي په دې سره به ولس د هیواد د ټولو ولایتونو په اړه د معلوماتو څخه برخمن سي. موږ د یادي اوونیزي فعالیت ډېر مثبت او ګټور ارزؤ.

عبدالقیوم عاجز خبریال

ټاټوبی اوونیزه د خبر رسوني، دقت، سرعت او لوستني یوازنی سمبول دی، چي د افغانستان په ډېری شمېر ولایتونو کي هره اوونۍ د لوستونکو لاسونو ته ورځي او هغوی يې ښکلي موضوعات لولي. دا اوونیزه د کمیت او کيفیت له لحاظه خورا غني او د یوه پیاوړي کاري او فني ټیم له لوري يې ټولي چاري مخ ته وړل کېږي. ټاټوبی اوونیزه سره له دې، چي د هيواد په سويلي ولايتونو کي ځانګړي مینوال او لوستونکي لري، د هيواد یو زيات شمېر نورو ولایتونو ته هم ځي او هلته يې هره اوونۍ لوستونکي په انتظار وي. که څه هم په تېره يوه نيمه لسيزه کي ډېرو چاپي رسنيو په دلته فعاليت درلود، ولي په تدريجي ډول يې فعاليتونه يو په بل پسي ودرېدل، خو دې اوونيزي په تېرو ۱۱ کلونو کي د یوه ښه مشرتابه په درلودلو سره، يوه اوونۍ هم له چاپه پاتي نه سول. معیاري لیکدود او غوره معلومات د دې اوونيزي بله هغه ځانګړنه ده، چي لوستونکي یې هره اوونۍ انتظار کوي. له بل پلوه، ټاټوبي اوونيزي ټولو قوانینو او ملي ګټو ته په ژمنتیا خپل نشرات عیار کړي دي، چي دومره اوږد سفر زما په آند، خپله د یوې ښې رهبرۍ او مشرۍ ښکارندويي کوي، چي دا خپله د دې اوونيزي د مشرتابه ژمنتيا د خپل هيواد او ملت سره ښيي. نه يوازي دا، چي ياده اوونیزه په چاپي بڼه تر لوستونکو رسېږي، بلکي دا اوونيزه د انټر نيټ په مټ هم تر خپلو لوستونکو پوري خپل نشرات رسوي. او همدا رنګه په انلاین ډول هم د یوه غوره او قوي ویب سایټ په مټ د هيواد د مشهوره لیکوالانو لیکني، اندونه نظرونه، کره خبرونه، روغتیايي، جالب او ورزشي معلومات تر لوستونکو پوري، پر وخت او پر موقع رسوي. دا چي ټاټوبی اوونیزه دومره ښې ځانګړني لري او مشرتابه يې یو مسلکي شخص دی، نو موږ يې له نشراتو راضي او خوشحاله یو او داسي رسنۍ کولای سي، چي د هيواد او خلکو لپاره بدلون رامنځ ته کړي. دا چي اوسمهال په ټولو هيوادونو کي رسنۍ د څلورمي او یوې قوي قوې په نوم پېژندل کېږي، نو په افغاني ټولنه کي هم د ټاټوبي اوونيزي په څېر ژمني رسنۍ د یوه بدلون او غوره راتلونکي ضمانت ورکولای سي. له خپله اړخه موږ د خبر رسوني او مطالعې په برخه کي د ټاټوبي اوونیزي ۱۱ کلن زرین مزل ستایو او د مسلکي کاري ټیم د ژمنتیا او خولو تویولو ستاینه يې کوو. ټاټوبی دي تل همداسي له غورځنګه ډکه واوسي!

روزي محمد زابلی د ترنک اخبار مسؤل مدیر

که څه هم د انلاین نړۍ او وسایلو په کش وپش کي معلومات او رسنیز مسایل چټک رسېږي او پر ګڼو برقي رسنیو یې خپل آغېز ښندلی دی، خو لا هم د اخبار اهمیت په نړیواله کچه لا پر خپل ځای پروت دی. د نړۍ معتبرو چاپي اخبارونو ته هر سهار په میلیونونه وګړي انتظار وي، تر څو نړیوال مسایل پکښي مطالعه کړي، په افغانستان کي یې لا هم ارزښت همداسي پاتي دی. ټاټوبی نیوز او ټاټوبی اخبار په سویل کي یو بې سارې چاپي رسنۍ ده، چي هر وخت کره او موثق خبرونه، علمي، سیاسي، ټولنیزي، اقتصادي او فرهنګي لیکني پکي چاپېږي. زه یې د نشراتو څخه خوښ یم او ډېری مهال یې د مطالعې لېوالتیا لرم، ځیني وختونه د نشر لپاره مطالب او لیکني هم ورکوم او هر وخت یې په پوره ریښتینولۍ او امانتدارۍ سره زموږ لیکني تر لوستونکو رسولي وي. ټاټوبی اخبار، زموږ د ټاټوبي د واقعیتونو اصلي هنداره ده او د ادارې او مسلکي کارمندانو څخه یې مننه کوم، پر هڅو او ژوند دي یې برکت سي!

بصيرالحق عادل د پوهنتون استاد

زموږ ټولنه، چي په رسنیزه برخه کي لا هم زیاته اړتیا شته چي بېلابېلي رسنۍ په مختلفو برخو کي خپروني وکړي، د ډېرو رسنیو کیفیت اوس هم سم نه دی. موږ ډېري راډیوګاني، تلوېزيونونه، اخبارونه او ويب پاڼي لرو، خو لږ شمېر يې معياري خپروني لري. د رسنيو په ډولونو کي زموږ په هيواد کي يوازي چاپي رسنۍ ژر سقوط کوي. ټاټوبی اوونيزه چي هم اوونيزه ده او هم ويب پاڼه لري، تر یوې لسيزي ډېره موده يې وسوه چي په پرله پسې ډول د ښکلو مطالبو سره چاپېږي. زما د ارزوني له مخي، د ټاټوبي اوونيزي او ويب پاڼي تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده، چي د هر چا د ذوق مطالب خپروي. له خبرونو او راپورونو رانيولې، تر سیاسي تحليلونو، اسلامي، ټولنيزي، آدبي، روغتیايي، معلوماتي ليکنو، جالب معلومات، سپورت، پر ټاکلي موضوع د خلکو نظرونه، انځورونه، ځانګړي مرکې، نظر پوښتني، ويډيوګاني او نور ګڼ شمېر مطالب خپروي. بله مهمه خبره دا ده، چي ټاټوبي اوونيزه په لوړ کیفیت او په رنګه ډول چاپېږي. زما په نظر، مطالب یې معياري او د خلکو د قناعت وړ دي.

سمېع غيرتمل په سويل کي د آزادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نی) مسؤل

ټاټوبی اوونيزه تقريباً د څو پرله پسې کلونو راهيسي هره اوونۍ د خپل کاري مېز پر سر وينم او لولم او داسي ورځي به ډېري کمي راغلي وي، چي مادي ياده اوونيزه نه وي مطالعه کړې.

زموږ (ټاټوبي لوستونکو) خوشبختي په دې کي ده، چي په دې اوونيزه کي هر ډول معلومات لکه: خبرونه، تفرېح، سپورټ او ځيني داسي معلومات خپرېږي، چي تر ډېره زموږ ځوانان ورته اړتيا لري. تر ټولو ښه خبره دا ده، چي د دې اوونيزي د خپراوي چاري دومره پياوړي دي، چي ياده اوونيزه د خپل فعاليت په دومره اوږده مهال کي هيڅ کله هم له فعاليته پاتي نه ده راغلې او نه يې هم خپل فعاليت درولی دی.

موږ يې په کامله توګه د نشراتو څخه راضي يو او غوښتنه مو دا ده، تر څو د کندهار ږغ نور هم همدغسي اوچت وساتي.

زما په آند، د دې ادارې د پرمختګ يو راز په دې کي دی، چي د دې ادارې مشرتابه همېشه کوښښ کړی، تر څو خپل فعاليت په هره برخه کي پراخ کړي، چون نن انټرنيټي دنيا ده او ټاټوبی اوونيزه هم په دې دنيا کي بېلابېلي خپروني لري، نو د دې ادارې مشرتابه کوښښ کړی، تر څو خپل اخبار او انټرنيټي خپروني، د انټرنيټ په مټ تر خپلو لوستونکو پوري ورسوي. زه يې کاملاً د يو ځوان په حيث د خپرونو او نشراتو څخه راضي يمه او غوښتنه کوم چي لا هم د خلکو ږغ پورته کړي.

جاوید احمد تنویر د کندهار پریس کلب مشر

ټاټوبی اوونیزه په کندهار کي یو بې سارې او بې جوړې اوونیزه ده، چي د کندهار په هر ځای او هره سيمه کي د لوستونکو تر لاسونو ورسېږي. له بده مرغه په کندهار کي چاپي رسنۍ د پایښت له لویي ستونزي سره مخ دي، ډېر کله کندهار کي ډېري ښې ورځپاڼي، اوونيزي مجلې او داسي نوري په ډېر جوش او قوت سره خپل فعالیتونه پیل کړي، خو هغه د چا خبره، پر نیمه ځوانۍ چپه سي او پايښت نه مومي، خو ليدل کېږي، چي ټاټوبی اوونیزي خپل رسنيز سفر تر يوې لسیزي اړوي، چي په دې سره يې کندهار د چاپي رسنیو د پايښت، دوام او بقاء په برخه کي ځلولی دی. د دې تر څنګ د دغي اوونیزي یوه بله ښېګڼه دا ده، چي تر ډېره د هري برخي لوستونکي له ځان سره لري، د هري برخي د مینوالو ذوق خړوبوي او همدا لامل دی، چي تر ډېره یې لوستونکي له ځان سره ساتلي دي. د سیاست، اقتصاد، اسلام، امنیت، تاریخ او کلتور په برخه کي لیکني او مطالبو تر ډېره دې اوونیزي ته نور هم وزن وربخښلی دی. په پای کي د دغي اوونیزي د لاپایښت لپاره دعاء کوو او مسؤلينو ته یې آفرین او شاباسی وايو. درنښت



ستاسي ږغ ټاټوبی او خلک
t