بهرته د افغانستان اوبه څنګه مهارېدای سي؟

بهرته د افغانستان اوبه څنګه مهارېدای سي؟

عبدالحی کاکړ مدني فعال

افغانستان د طبيعي منابعو له جملې څخه يو هم اوبه دي، چي د درېيو لسيزو راهيسي د سياسي ناکراريو، کورنيو جګړو او داسي نورو لاملونو ته په پام سره چي افغانستان يې په هره برخه کي له ستونزو سره مخ کړی دی.

په عمومي ډول د اوبو نه کنټرول او بې ځايه کارونه په هيواد کي يوه جدي ستونزه ده، دا چي افغانستان په وچه کي راګير هيواد دی او بله دا چي ټول سيندونه يې ګاونډيو هيوادونو ته بهېږي، چي دې چاري د افغانستان چاپېريال هم د يوې لويي ستونزي سره مخ کړی دی، چي د افغانستان دولت بايد د اوبو د مهارولو لپاره چيک ډيمونه، زخيرې او کانالونه ورته جوړ کړي.

او د هغه نه وروسته بايد منظمه استفاده له اوبو څخه وسي.

افغان دولت ته پکار ده، چي په ځينو سيمو کي د ډيمونو او زخيرو څخه کانالونه وتلو او پرتو مناطقو ته ورسوي، تر څو په زراعت کي استفاده ځيني وسي، لکه د کندهار ظاهرشاهي کانال چي د دهلې له ډېم څخه سرچينه اخلي او د کندهار زراعت ته يې ګټه رسولې ده.

افغانستان پنځه غټ سيندونه لري ۱ : د هريرود سيند ۲ : د امو سيند ۳ : د هلمند سيند ۴ : کابل سيند ۵ :شمالي سيند

چي د دوغو لويو سيندونو د اوبو په مهارولو سره به مو زراعت هم پر پښو درېدلی وي او له بلي خوا به د څښاک د پاکو اوبو څخه افغانان ولسونه برخمن سوي وي .

نيازمحمد زيارمل د زابل د ځوانانو آمر

افغانستان د اسيا لويي وچي په زړه کي موقعيت لري، چي په مکمله توګه په وچه کي راګير هيواد دی او تر ډېره يې اوبه ګاونډيو هيوادونو لکه پاکستان، ايران او نورو ته ځي. د دې اوبو په مهارولو او راګرځولو سره به نه يواځي د افغانستان کروندګر د اوبو د کمښت څخه خلاص سي، بلکي له خپلو ځمکو څخه ترلاسه کېدونکي حاصلات به يې هم مناسب زياتوالی ومومي. افغان حکومت ته پکار ده، چي د خپلو اوبو د مهارولو لپاره له‌ ګاونډيو سره له ډيپلوماټيکو لارو کار واخلي. افغان حکومت دي له ټولو هغو اصولو او مقرارتو وروسته، چي ګاونډي هيوادونه يې يو له بل سره پالي پر ټولو ګاونډيانو خپلي اوبه بندي کړي. حکومت ته پکار ده، چي له ټولو هغو لارو کار واخلي، تر څو ملت او حکومت په ګډه د دې اوبو د راګرځولو لپاره لاس پکار سو. حکومت دي لوي بندونه او د اوبو زخيرې جوړي کړي او تر څنګ دي يې پر لويو بندونو باندي د برېښنا توربینونه هم نسب کړل سي چي همهاله به مو دوې ګټي کړي وي.

شېراحمد صابر د کندهار ښار اوسېدونکی

افغانستان چي د اسیا په زړه کي موقعیت لري سمندر ته لار نه لري، خو تر ځینو سمندري هیوادو اوبه په پوره پېمانه لري. د تېرو څو لسیزو څخه یې اوبه نورو هیوادو ته مفتي رواني دي او په مهار کي یې د وخت دولتونه او خلک پاته راغلي دي، چي په څو واري تېر او اوسني حکومت د دغه اوبو د کنټرول او ذخیره کولو لپاره پروژې پلي کړې، چي د هغو څخه يو یې هم د اوبو د بندونو جوړول وه، چي پیسې یې د حکومتي بودیجې څخه ووتې، خو متاسفانه چي محدود شمېر یې جوړ او د زیات شمېر بندونو درک ورک سو. د افغانستان په سل کي اتیا فیصده اقتصاد پر زراعت ولاړ دی، خو هر کال زموږ اوبه د دې پر ځای چي بزګران ګټه ځني واخلي، نورو هیوادو ته رواني دي، که مو په یاد وي دوه کاله مخکي په هیواد کي د باران د نه اورښت له کبله زموږ بزګران د زیات مشکل سره مخ سوه، چي اوبه مو نه درلودې، خلکو به برمې وهلې، په زرهاوو ليتره تېل به یې رانیول. که چیري زموږ دولت پر لویو سیندونو بندونه جوړ کړي، نو دا اوبه به مهار او ذخیره سي، بیا که یو کال اورښتونه ونه سي، هم موږ د اوبو د مشکل سره نه مخ کېږو او د اوبو زېرمي به لرو.

احمد شاه پاڅون د پوهنتون استاد

له شکه پرته چي د افغانستان لپاره به د اوبو مهارول اسانه چاره نه وي، مګر چي څومره مشکل کار دی، هومره ارزښتمن هم دی. د وړاندوینو پر اساس، په نږدې راتلونکي کي به نړۍ د خوږو اوبو پر سر سره وخوري. بدبختانه بايد ووايم، چي افغان دولت لا دې ستونزي ته جدي نه دی متوجه او ګاونډیان مو په خورا دقت او مهارت سره د افغانستان د اوبو رګونه ځان ته سوري کوي. په ساده ډول که ووایو، اوبه په ډیمونو، کاسو او زخیرو راګرځول کېدای سي، مګر د نړیوالو اصولو له مخي، هغه هیوادونه په اوبو کي زیاته ونډه لرلای سي، چي پراخ زراعت ولري، پر اوبو یې کافي پانګونه کړې وي او د اوبو د برخي عصري ټکنالوژي یې په کار اچولې وي. یاني که د هلمند سیند د اوبو خبره راواخلو، د نړیوالو اصولو له مخي، مجبوریږو، ایران ته زیاتي اوبه ځکه ورکړو، چي د هغوی د سیستان او بلوچستان سیمي، چي څومره د اوبو تر منظم ماموریت لاندي دي، هلمند او شاوخوا ولایتونه یې هیڅ سیالي نه سي کولای. د خپلو اوبو د خپلولو لپاره افغان دولت ته ښايي چي پر اوبو زیاته پانګونه وکړي. ډیمونه جوړ کړي، زراعت پراخ او میکانیزه کړي، د اوبو د کنټرول په برخه کي عصري ټکنالوژي رایج کړي. هغه وخت به موږ د دې جوګه سوي یو، چي خپلي اوبه خپله وکاروو.

سردار ولي سرحدي لیکوال

لومړی درته په مينه سلام، درنښت او آدب وړاندي کوم! درود دي وي د دې اقتصادي بدمرغي جګړې د شهيدانو پر ارواحو باندي، بيا مننه د ټاټوبي له رهبرۍ، چي موږ ته يې د دې متن په ږغا کي برخه راکړه، که وګورو، نو د افغانستان جګړه تر ډېره اقتصادي اړخ لري او دا برخه د جګړې تر ډېره پر زېرمو او د غرونو په منځ کي د اوبو پر سر ده. د ګران افغانستان اوبه زموږ همسايه ګانو ته د ژوند په مانا دي او خپل ټول اقتصاد د دې اوبو په مټ بډايه کوي، د اوبو خوندي کولو سوژه چي هر واک مشر ورته لومړيتوب ورکړی، په وړاندي يې سياسي، اجتماعي او تبليغاتي خوځښتونه د همسايه ګانو په مټ راپورته سوي دي، که د غازي آمان الله خان، شهيد محمدداؤد خان او محمداشرف غني په وړاندي د جګړې خوځښت وګورو، همدا يوه سوژه او رنګ لري، په دوهم قدم کي د زېربنا يا زېرمو ساتل او يا د هيواد کي د اقتصاد پياوړتيا په سکتور کي د اوبو او زېرمو کارولو لپاره د همسايه ګانو وېره هغه څه ده، چي دلته د جګړې سوژه يې ډېورنډ ګرځولې، ولې تر ټولو ستر لامل د دې جګړې اوبه او زموږ د اقتصادي پياوړتيا له وېري د زېرمو کارول دي. اقتصادي جګړه تر ډېره اوس د نړۍ هيوادونو تر منځ رامنځ ته کېږي، ولي په منځنۍ اسيا کي يواځي افغانستان دی، چي ځان پوري يې د اسيا نيمی هيوادونو اقتصاد تړلی، نو ځکه دوی دلته د استخباراتو په مټ جګړې ته شدت ورکړی او دا سيمه ارامتيا ته نه پرېږدي. زه د دې سيمي له اقتصادي انحصار څخه د خلاصون او د جګړې له شدته د خلاصون يوه لار د خپلو اوبو په ښه ډول مهارول او په سمه توګه مديريت کول بولم او باور لرم، چي په دې سره به موږ پر خپلو پښو ودرېو. د دې تر څنګ د زېرمو ساتل او کښل يې هغه څه دي، چي موږ ته د اقتصاد د پرمختګ لاره په لاس راکوي. دا چي څنګه يې مهارولای سو اړينه ده، چي د مرکزي اسيا اقتصادي هيوادونو څخه د اوبو په مهارولو کي ګټه واخيستل سي، د دې تر څنګ د اسيايي جګړې له دوو سيالو هيوادونو لکه چين او هند څخه په دې برخه کي ګټه پورته کړو، د اوبو مهار سيمي ته د پوره رغنيزي پانګوني او د هغو سيمو لکه کونړ، فراه، هرات او…. په زياترو برخو کي د ولس هېښووني او فکري جوړتيا په پار حکومتونه خپل فعاليتونه زيات کړي او په هغه سيمه کي د سيمي په کچه ملي اجماعيزه فعاليتونه زيات کړي، تر څو هلته د اوبو مهار او کار لپاره زمينه مساعده سي. هغو سيمو کي د استخباراتي جګړو تر ډېره مخه ونيسي او خپله ټوله توجه د همدې اساسي پروژو پر جوړېدا وکاروي.



ستاسي ږغ ټاټوبی او خلک
t