انجلینا جولي د افغان میرمنو د فلم ستاینه وکړه

انجلینا جولي د افغان میرمنو د فلم ستاینه وکړه

د هالیووډ د فلمونو پخوانې ستورې او د ملګرو ملتونو د ښځو د حقوقو اوسني فعالي انجلینا جولي د افغان میرمنو د یو افغاني فلم ستاینه کړي ده او دا يي په جنګ ځپلي هیواد کي یوه لویه لاسته راوړنه یاده کړي ده.

نوموړي د سارا کریمي له لوري جوړ سوي فلم چي افغان میرمنو هوا، مریم او ایوشا پکښي مرکزي رول لوبولي دي، په هکله ویلي دي، دا فلم ډیر ښه جوړ سوي دي، او همداراز دا فلم د افغانستان په معاصر تاریخ کي د ځوانو میرمنو ژوند بیانوي. دا فلم د افغان میرمنو مینه، ښکلا او روحیه ښي، ځکه چي دوي واده، مینه، ملګرتیا، کورنۍ او مورنی ژوند پرمخ بیايي.

د بالیووډ پخواني ستورې او د ښځو یادي فعالي زیاته کړي ده، په افغانستان کي د هر فلم جوړول د عقایدو په وړاندي یوه لویه بریا ده، په داسي وخت کښي چي افغانستان په یو بد حالت کي قرار لري. دا موږ ته دا راښي چي هغه میلیونونه افغان میرمني چي د ازادي او امنیت مستحقي دي په یو خطر کي قرار لري.

د افغان فلم د ریسي او دایرکټري سارا کریمي جوړ سوي فلم )هوا، مریم، ایوشا(

پاته دي نه وي، چي له دي مخکي هم افغانی فلمونه په نړیوالو فیسټوالونو او پروګرامونو کي ستایل سوي دي او دا يي د افغانانو لپاره په یو جنګي حالت کي یو ستره بریا بللې ده.



افغان سېنما، هالیوو‌‌‌‌‌‌ډ فلمي نړۍ
t