د اوبو رسولو پنځو شبکو جوړیدو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د اوبو رسولو پنځو شبکو جوړیدو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په ننګرهار کې د ۱۷ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو پنځو شبکو جوړيدو هوکړه ليکونه لاسليک شول.

ددغه ولایت د کلیو پراختيا او بیارغونې ریاست له لوري په چپرهار اچین، نازیانو، سپین غر او چپرهار ولسوالیو کې دا تړونونه لاسلیک شوي دي.

د ولایت د رسنیو مرکز وايي، دغه هوکړه لیکونه د ننګرهار کلیو پراختيا او بیارغونې رئيس انجینر مجیب الرحمن ضیاء او د یادو ولسوالیو د اړونده پرمختیایی شوراګانو ترمنځ لاسلیک شول .

د کليو پراختيا رئيس وویل، چې د اوبو رسولو د دې شبکو څخه دوه شبکې په اچین ، یوه نازیانو، یوه سپین غر او یوه په چپرهار ولسوالۍ کې د کلیو پراختیا وزارت د اوبو رسولو ملي پروګرام له بودیجې څخه جوړیږي چې نږدې ۱۶۵۰ کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.

سرچینه د هغه له قوله زیاتوي؛ د دې شبکو عملي کار به په نږدې راتلونکې کې پیل او د ۴ میاشتو په ترڅ کی به بشپړ شي .



افغانستان افغانستان ورزش اقتصاد بیارغوونه خبرونه
t