جمهوررئیس غني: تېر ته نه تسلیمېږو، په نیت، اراده او ژمنتیا بحرانونه پای ته رسوو

جمهوررئیس غني: تېر ته نه تسلیمېږو، په نیت، اراده او ژمنتیا بحرانونه پای ته رسوو

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د ملي امنیت عمومي ریاست د سرپرست احمدضیا سراج د معرفي په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

د ملي دفاع وزارت په تالار کې په دې مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې جمهوررئیس غني د محرم لسیزې او شهید اونۍ له امله د تسلیت ترڅنګ وویل: نن هغه ورځ ده چې غواړم له زړورو، اتلو او هیوادپاله ځواکونو مننه وکړم.

جمهوررئیس زیاته کړه: ستاسو اتلولي د ملت او ستاسو د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان د سرلوړۍ لامل شوې او په سختو شرایطو کې مو شجاعانه عمل کړی او د بدخشان په وردوج او یمګان ولسوالیو کې ستاسو د بري درته مبارکي وایم.

جمهوررئیس وویل: په دې حقیقت باید پوه شئ چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ماته نه ده خوړلې او نه به ماته وخوري، ځکه دلته ظرفیت، نیت او اراده موجوده ده.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې وویل: تاسو ددې خاورې له لوېشت، لوېشت څخه دفاع کوئ او د هیواد اصیل بچیان یاست.

هغه زیاته کړه: زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه، ملي پولیس، ملي امنیت او ملي اردو د یوه غښتلي موټي په څېر دي او درېواړه قواوې یوه زنځیري سلسله ده چې په اساسي ډول وصل شوې او هره ورځ غښتلي کېږي.

جمهوررئیس څرګنده کړه: زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه له دښمنانو سره فرق لري. موږ ځوابویونکي او حساب ورکوونکي یوو. د ملي امنیت پخواني رئیس یو نېک دود پر ځای پرېښود چې ځان یې د خپل لاس لاندې کسانو د تېروتنې مسوول وباله او استعفا یې وکړه.

جمهوررئیس وویل، د سولې پروسې ملکیت د افغانانو دی او د افغانستان سوله سمتي، قومي او ګوندي نه، بلکې د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده.

هغه زیاته کړه، د سولې طرحه افغاني ده او عملي کول به یې هم افغاني وي. موږ د سولې په اړه ملي، سیمه ییزه او بین المللي اجماع رامنځته کړه او شرایط مو ورته برابر کړل، خو طالبانو ناسم فکر وکړ، هیڅکله دا ملت په زور نه تسلیمېږي.

جمهوررئیس وویل، که چېرې موږ د حقایقو په رڼا کې په عزت خبرې کوو، ددې معنی کمزوري نه ده، زموږ لاره واضح ده. موږ پایداره او باعزته سوله انتخاب کړې او بېرته پر شا نه ګرځو.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه چې د سولې مالکین، طرحه کوونکي او عملي کوونکي افغانان دي. له ما چې هر ډول قرباني غواړئ حاضر یم، خو د افغانستان اسلامي جمهوریت د معاملې وړ نه دی او همداراز اساسي قانون او د دې هیواد د ښځو او نارینه وو اساسي حقوق د معاملې وړ نه دي.

هغه وویل، یو ازاد ملت باید تل په ازاد ډول خپل تصمیمونه ونیسي. موږ مختلف نظامونه تجربه کړل، په میراث د راپاتې څلویښت کلن بحران د حل یوازینۍ لار د اساسي قانون تطبیق او د ټاکنو ترسره کېدل دي.

جمهوررئیس د پارلماني ټاکنو د امنیت تامین له امله د هیواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه وکړه وې ویل: هماغه مهال مې تاسو ته د ولسواکۍ د ساتونکو لقب درکړ.

هغه وویل، په راتلونکو ورځو کې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو دنده دا ده چې د سرتاسري، شفافو او افغانستان شموله ټاکنو زمینه برابره کړي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د ملي امنیت عمومي ریاست نوي رئیس ته د بریالیتوب د هیلې ترڅنګ وویل، هیڅکله دښمن ته نه تسلیمېږو، په نیت، ارادې او ژمنتیا تېرو بحرانونو ته د پای ټکی ږدو او زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د دې ارګانونو د شهیدانو مقام به په تاریخ کې په زرینو کرښو ثبت شي.

په دې مراسمو کې د ملي امنیت عمومي ریاست پخواني سرپرست محمد معصوم ستانکزي هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د مجاهدینو ترڅنګ باید امنیتي او دفاعي ځواکونه چې په ټول هیواد کې د دې خاورې له لوېشت، لوېشت څخه دفاع کوي، له یاده ونه باسو او زیاته یې کړه: نن د هیواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو د هیوادوالو سراسري ملاتړ شته دی.

ستانکزي وویل، ملي امنیت بنسټ نه یوازې په هیواد، بلکې په سیمه کې یو بااعتباره بنسټ دی او دا بنسټ په یوه ورځ کې نه، بلکې ستنې یې ګام په ګام ایښودل شوې دي.

هغه زیاته کړه، ځینې فکر کوي چې د افغانستان استخباراتي سازمان سیاسي عمل کوي، خو دلته چې هر تصمیم نیول کېږي د مسلکي پرېکړو پر اساس وي.

د ملي امنیت عمومي ریاست پخواني سرپرست د ادارې د رازونو افشا کولو نامناسب دود ته په اشارې وویل، د یوه سازمان مامورین باید د سازمان رازونه پټ وساتي. هغه زیاته کړه، اصول او ضوابط باید د احساساتو ځای ونیسي.

په دې مراسمو کې د ملي امنیت عمومي ریاست نوي سرپرست احمدضیا سراج پخپلو خبرو کې د جمهوررئیس او د حکومت له رهبرۍ له باور څخه په مننې وویل، د امنیتي ځواکونو په استازولۍ ژمنه کوم چې د هیواد د خلکو او د حکومت د رهبرۍ د هیلو پوره کولو لپاره به هیڅ ډول هڅې دریغ نه کړم.

هغه وویل، هغه لار چې دښمن انتخاب کړې ناسمه ده او زیاته یې کړه چې دا لار له وژنو او تروریستي او تخریبکاره فعالیتونو ته له زمینه سازۍ پرته بل څه نه لري.

د ملي امنیت نوي سرپرست وویل: د امنیتي ځواکونو په استازولۍ زما پیغام دا دی، تر هغو چې د دې ځواکونو یو تن هم ژوندی وي حاضر نه یوو چې دښمن خپل شوم نیت ته ورسېږي او د خلکو ازادي سلب کړي.

سراج زیاته کړه، موږ تاریخي ورځې په مخکې لرو او ژمنه کوو چې د جمهوررئیس تر مدبرانه قیادت او رهبرۍ لاندې به خپل ماموریت په دقت ترسره کړو.

هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل، د ملي امنیت عمومي ریاست بشري او تخنیکي ظرفیتونه د ودې په حال کې دي او ورځ تر بلې په تخریبکارو او تروریستانو د فعالیت ساحه تنګېږي.

احمد ضیا سراج د خپلو خبرو په پای کې د امنیت په تامین کې د خلکو رول او همکاري مهمه وبلله او وې ویل، موږ له خلکو او امنیتي بنسټونو سره خپلې اړیکې غښتلې کوو. هغه زیاته کړه، د راتلونکو پنځو کلونو لپاره روښانه برنامه او ستراتیژي لرو او تغییر او تبدیل د دې ستراتیژۍ د تطبیق خنډ نه کېږي.



راپورونه او مرکې
t