غزني کې ۱۶ طالبان وژل شوي

غزني کې ۱۶ طالبان وژل شوي

په غزني ولایت کې د ۱۶ طالب وسله والو د وژل کیدو راپور ورکړل شوی دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، امنیتي ځواکونو د هوايي بریدونو په پایله کې یاد شمیر وسله وال وژلي دي.

سرچینه وايي، هوايي ځواک د غزني د مقر ولسوالۍ په خمت خیل قریه کې د وسله والو په راټولیدنې برید ترسره کړی دی.

غزني د هیواد له نا امنو ولایتونو ګڼل کیږي چې اکثره وخت ترې د جګړو راپورونه ورکول کیږي.

 

 



افغانستان برید خبرونه غزني
t