موږ درې بلا پسې / څلور اويايمه برخه

موږ درې بلا پسې / څلور اويايمه برخه

جاوېد اوربل

یوه خندوره خدای پاماني

د پروفیسور دوه ضرب یوویست جمعه یو درسونه پای ته ورسیدل.

په همدې ورځ چې ماښام کور ته راغلم، د پروفیسور د راکړیو درسونو یاداشتونه مې یو یو مخته کښېښودل، ټول مې سره منظم کړل.

نمبرونه مې ورکړل.

ویده شوم، ټیک د شپې دوې نیمې بجې راویښ شوم.

ټول درسونه مې بیا مخته کښېښودل، قلم او سپین کاغذ مې راواخیست. ټول درسونه مې یو یو ولوستل او بیا مې فکر پرې وکړ چې اوس د فیصلې وخت دی، وړاندې به څه کوم؟

ذهن ته مې سیدو او ابدل داسې راغلل لکه د ساعت مخته خوب کې ورسره ناست وم.

هغه ماښام مې بیا ذهن ته راغی چې موږ له کلونو وروسته بیا سره یو ځای شوي وو خو لېمې زموږ شوخي او مستي په خپلې یوې پوښتنې تروړلې وه.

زړه مې راته وویل، لېمې دا ټول جنجال جوړ کړی دی، اصلا هغې غوښتل چې موږ سره جلا کړي.

بیا مې زړه ته ارمان راغی چې کاشکې موږ درې بیا سره یو ځای شو، بیرته هماغسې لکه پخوا چې وو، سره خواږه شو.

چې هر څومره سوچ مې کاوه چې هغه به څه کار وي چې موږ بیا سره یو ځای کړي، داسې کار مې ذهن ته رانغی.

یوه مکمله هفته مې فکر سره وجنګاوه، خو داسې مناسبه لار نه پیدا کیده چې لېمه دې زما شي، زارا دې د سیدو او شبوګله دې د ابدل شي او هم دې موږ د پخوا غوندې خواږه یو.

یوه هفته وروسته چې د پروفیسور کور ته ورغلم، نو داسې به په خوب کې هم ونه شي لکه څنګه چې مې په سترګو لیدل.

د پروفیسور په ګلخانې کې مې ابدل ولید، زارا هم راغلې وه، له ښیښې اخوا چې مې وکتل، سیدو له سور کمیسې نجلۍ سره مجلس جوړ کړی و.

د زارا باجه پرته وه، شاوخوا رنګه پوقاڼې او زري کاغذونه لګیدلي وو، له تازه میوې دوه پتنوسونه ډک وو.

زما هغه باور پخېده چې کله دې یو ښه کار زړه وغواړي، هغه یو پټ قدرت هماغسې د کیدو خواته بیايي. نو همیشه د ښو پیښو د پېښیدو وړاندوینه کوه.

پاس لوډسپیکر کې د هارون پاچا غږ راغی، زمزمه یې کوله:

تا وېل زړه کې مې خبرې

ما وېل څه دې راته وایه

په موسکا دې وېل چې هسې

ما وېل هسې دې قربان شم…

ما لاوډسپیکر ته وکتل، همداسې له اوښکو ډنډ سترګې مې پورته چت نیولې وې او په زړه مې سندره اورېده.

سندره خلاصه وه، ورو ورو مې ژبه ښوریده، له ځانه سره مې ویل، ما وېل هسې دې قربان شم…

زه لا ولاړم وم، تر هغو چې یوه بله نغمه شروع شوه.

د باجې غږ مې واورېد، ورپسې د زارا غږ غوږ ته راغی:

د روح غذا ده موسیقي د ژوند خبره کوي
زه که مستي کوم، مستي د ژوند خبره کوي

چې د حالاتو په ماشین کې تراشل شوي دي څوک

دغه پیدا کړه، دا غمي د ژوند خبره کوي

ته خپه کیږه مه ارمانه چې هر څه تالا شول
دغه زما د لاس بنګړي د ژوند خبره کوي

زما نظر ورو ورو له چت څخه ځمکې ته راکښته شو. قدمونه مې په حرکت شول، غلی غلی د زارا مخته داسې نږدې کښینستم چې د هغې د عطرو بوی او د ساه شمال مې حسوی.

زارا خپلې تورې زلفې پر ګریوانه راخلاصې کړې وې، د دواړو اننګو او دواړو سترګو نیمه نیمه خوا یې پټه کړې وه.

د هغې د سر ښورولو سره به یي کله درست باړخو یا یوه ټوله سترګه ښکاره شوه.

زارا له یوې سندرې بلې ته تله، که تله هم زما له پاره تله، زه د سندرو تږی وم. زارا دا ځل د درویش پر غزلې ورغله:

نه اوري خو بیا هم کوه خیال خبره وانه وري

دا د مینې راز دی چې دیوال خبره وانه وري

راشي جانان راشي ماته ووایي چې څنګه یې

زه چې ورته ووایم خپل حال خبره وانه وري

هر زړه ته چې ووایمه دار دی پرې ونه زانګې
شي هغه په زلفو پورې ټال خبره وانه وري

هسې خو ژوندی یم مګر څه به یې ژوندی ګڼې
څوک چې د خپل یار له خولې په کال خبره وانه وري

زارا غزله ختمه کړې وه، زه همداسې د هغې له باجې سره ځړیدلی سر ناست وم، خو سور کمیسې نجلۍ تر اوږې ونیولم، ما مخ ور وګرځاوه، دې راته وویل: لالا، دا سانفراسیسکو نه ده.

زه ځای پر ځای ودریدم، ګورم چې پروفیسور د پیزا درې کارتنونه په غیږ کې نیولي، ګلخانې ته راننوت.

دسترخوان له پخوا اوار و، زه او سیدو یوې پیزا ته کښېناستو. د کب له غوښې او زیتونو جوړې پیزا د کولا سره بېله مزه کوله. مخته مې ابدل او زارا وه، په مجلس لګیا وو.

زما زړه ته یوه خوښي راننوته، داسې احساس راغی لکه هغه پخوا وخت چې وي، موږ ټول سره خوشاله یو، تر منځ مو هیڅ خبره نه وي.

سیدو ته مې وویل: هغه پخوانۍ ناستې دې نه یادیږي؟

سیدو غلی و. بیا مې ورته وویل: څه فکر کوې که چیرې بیرته پخواني حالت ته لاړ شو، څه به وشي؟

هغه وخت چې مو لېمه تر منځ نه وه. هغې خو یو اور بل کړ، پخپله لاړه، خدای خبر که بیا راشي.

ابدل موسکی شو، زارا خپه غوندې شوه، ویې ویل: هغه وخت خو زه هم نه وم، نو ما هم له ملګرتیا وباسئ.

زه غلی شوم. سیدو موسکی شو، سر یې د نه په اشاره وښوراوه.

ابدل خپله خبره همدې وخت ته ساتلې وه، ویې ویل: زما در سره خوښه ده.

خو په یوه شرط چې نورې ټولې خبرې به بیرته هیروو.

سیدو وویل: موږ د ځانونو په خاطر خپلو ځانونو ته جزا ورکوو.

سور کمیسې نجلۍ په زوره چکچکې وکړې.

کله چې راوتلم، لیدل مې چي زارا او سیدو له یو بل سره نږدې ولاړ دي، یو بل ته موسکي دي.

پروفیسور ماته د یاداشت یو وړوکی کاغذ راکړ، ویې ویل: بله هفته کې دې زموږ په پوهنتون کې د لیکچر ورکولو نوبت دی.

زه حیران شوم، ورته ومې ویل: زما نوم چا ورکړی دی؟

هغه شونډې سره نږدې کړې، وروځې یې هم سره راټولې شوې، سترګې یې کوچنۍ شوې، بیا یې شوندې ویړې شوې او لاسونه یې سره لیري کړل او چمبې یې راواړلې، ځان یې بې خبره وښوده.




t