نورا فاتحي: خلکو به په مکتب کی د نڅا له امله ځورولم

نورا فاتحي: خلکو به په مکتب کی د نڅا له امله ځورولم

د هندي سېنما بالیووډ ښکلې سېنمايي ستورې او ټاپ نڅاه ګرې نورا فاتحي ویلي دي چي هغه به د مکتب په دوران کي د نڅاه د مهاروتونو د زده کولو له امله د خلکو له لوری سخته ځورول کیدله.

د بالیوو‌ډ پروډیوسران او ډایریکټران وايي، چي کله په فلم کي د نڅاه نوبت راسي نو دوی بیله نورا فاتحي د بل چا په هکله فکر نه سي کولاي. هغه په خپل طبیعي حرکت سره همیشه دا ثابته کړي ده، چي هغه یوه افسانوي نڅاه ګره ده. نورا فاتحي د خپل ژوند په اړه جالبه کیسه لري.

نورا په خپل یوه مرکه ویلي دي: (( که تاسو له ما څخه ۱۰ یا ۱۵ کاله مخکي پوښتلي وايي چي ايا کله چي تاسو نڅاه کوي نو مینوال دي د نڅاه په خاطر لیوني کېږي، ما به خندلي وايي. دا هغه وخت و چي خلکو به په ما پسي خندل او ویل به يي چي تاسو نڅاه نه سي کولاي.))

نورا فاتحي همدي دلبر سندري ته د نڅاه کولو له امله زیات شهرت پيداکړ.

هغي زیاته کړي ده: (( زه په کاناډا کي زیږیدلي او لویه سوي یم. ما به همیشه هڅه کوله چي په یوه ګروپ کي شامله سم. ما به د هغوي کاپي کوله او هڅه به مي کوله چي ما په خپل ګروپ کي ومني. هغوي به همیشه زه ردولم او ویل به يي چي زه د دوی په سویه نڅاه نه سم کولای.))

پاته دي نه وي، چي نورا فاتحي د یو لیري ځایه هندوستان ته ولاړه، هغي وکولاي سول خپل ځان د یوي ښي نڅاه ګري په صفت خلکو ته ور وپیژني. نورا د جان ابراهیم د (Satyamev Jayate; 2018) فلم دلبر دلبر سندري ته د نڅاه کولو له امله زیات شهرت پیداکړ.



بالیوو‌‌‌‌‌‌ډ فلمي نړۍ
t