نن د مشرقي مسيحا خاورو ته سپارل کېږي / نعمان دوست

نن د مشرقي مسيحا خاورو ته سپارل کېږي / نعمان دوست

‎نن د مشرقي مسیحا خاورو ته سپارل کیږي

‎یو څوک به غږ کړي:

‎صفونه برابر کړئ!

‎خو له دې مخکې زما غږ هم واورئ:

‎په کراتو مې اوریدلي چې جلال اباد کې له هغو ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو باج اخیستل کېږي چې ‌‌‌‌‌‌ډير ناروغان لري. باج اخیستونکي دومره زړور دي چې ایجنټان یې رڼا ورځ ښار ته باج اخیستنې پسې راځي.

‎شاید، ‌‌‌‌‌‌شهید ډاکټر نوروز شینواری هم د همدې قضیې قرباني وي.

‎‌‌‌‌‌‌ډاکټران له ویرې شکایت هم نشي کولای، دوی پوهیږي چې د غږ اوریدلو یې څوک نشته. دوی چې څو ځلې ‌‌‌‌‌‌ډلییز غږ پورته کړ هم ځای یې و نه نیوه.

‎دلته دوه خبرې ذهن کې خطور کوي:

‎یا داچې اړونده ادارې له باج اخیستونکیو سره لاس لري
‎او یا دا چې د باج اخیستونکیو تر شا د دولت په موقفونو داسې زورور ولاړ دي چې د دغه شان کسانو نیول او هغوی ته سزا ورکول یې ستونزمن کړي.
‎ایماندارو!

‎صفونه برابر کړئ، خو له لمانځه وروسته ټول اړوندو ادارو ته لاړ شئ،سپيناوی وغواړئ.

‎که دوی ورسره لاس لري نو همدا ستاسې دښمان دي او حساب ور سره وکړئ او که لاس ور سره نه لري، هغه زورور ځناور دې در وښيي چې د دوی تر شا ولاړ دي.

‎کنه تاسو به هره ورځ همدا یو غږ اورئ:

‎صفونه برابر کړئ




t