د محدوديت له دايرې وتل پکار دي

د محدوديت له دايرې وتل پکار دي

د محدوديت له دائرې وتل پکار دي!

ژباړه: طاهر ابشار

يو موږک د يو بزګر په کور کي اوسیدی، يوه ورځ موږک وليدل چي بزګر په خریطه ( خلته) کي يو شی راوړی دی او د بزګر مايدینه ( ماینه) یې د خلطې څخه را باسي، موږک فکر وکړی چي شايد د خوراک توکي به وي.

کله چي یې ښه ځير ځیر ورته وکتل موږک وليدل چي د موږک نيولو جالۍ یې راوړې ده ( تلکه)

د خطر په لیدلو سره مځکي ځای نه ور کوی ولاړی د سرای په پای کي د کوتري کوډله وه کوتري ته یې وويل چي کورته تلکه را وړل سوې ده!!

کوتري په خندا ورته وويل زما یې په څه؟ زه خو نه پکښې بنديږم!!

مايوسه موږک دا خبره چرګ ته وکړه …!

چرګ هم په خندا سو!! … ځه وروه دا زما ستونزه نه ده!!

بیچاره موږک لا پسې مايوسه سو او ولاړی بوزې ته یې وويل.
بوزه د خندا شنه سوه ویل یی څه ټوکي موږک یې …!!!

موږ بیچاره مايوسه ولاړی، په هغه شپه که ګوري په قفس کي يو زهرجن مار پروت دی د وتلو لار پسې ګرځي

په تاريکه د بزګر ميرمني فکر وکړی چي موږ یې نيولی چي د لکۍ سره یې لاس و موښتی مار مخ پر راواړوی او د بزګر میرمن یې ووهل.

د بزګر د ميرمني طبیعت پر خرابیدو سو بزګر ټوپ کړه حکيم یې راوستی.

حکم دارو در مل ورکړه او زیاته یې کړه چي د کوتری ښوروا ډیره ګټمنه ده باید ور کړل سي. کوتره په ديګ کي ايشیدل چي د بزګر کورته يوه ټیله خپلوان راغلل.

نو بزګر د خوراک د برابرولو لپاره بله چاره نه وه چرګ یې حلال کړ
څو ورځي وروسته د بزګر ميرمن مړه سوه د تکفين او تد فين وروسته فاتحې د مراسمو د تر سره کولو په منظور بوزه یې حلاله کړه ځکه چي بله چاره نه وه…

موږک په تيښته بريالی سوی وو ډیر ليري تللی وو…

—————————
که تاسو ته څوک خپله ستونه ووائي او تاسو په دې پوه سی چي دا ستاسو اړوند نه ده نو فکر ووهه چي موږ ټول کيدای سي په خطر کي وه اوسو.

د ټولني يو غړی، مشخصه کتله او يا کوم ښار په خطر کي وي نو ټول هيواد په خطر کي دی.

د قوم، ټبر او سمت د دائیرې څخه را ووځی…

د خپل ځان پوري محدود مه پاته کيږئ! د نورو په اړه هم فکر کوئ!!!




t