هلمند: د محرم ورځ ونمانځل شوه

هلمند: د محرم ورځ ونمانځل شوه

هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان، چې د لښکرګاه ښار په جعفري مسجد جامع کې يې د محرم الحرام لسمې په اړه ځانګړو مراسمو کې خبرې کولې پر ملي يووالي ټينګار وکړ او وې ويل، چې د دښمنانو ځواب بايد په يووالي سره ورکړل شي.

د عاشوراء د ورځې په پار په لښکرګاه ښار او ولسواليو کې ځانګړي او کلک امنيتي تدابير نيول شوي وه، چې خلکو په جوماتونو او تکیه خانو کې د حضرت امام حسین (رض) د شخصیت په اړه خبرې وکړې.

د لښکرګاه په جعفري مسجد جامع کې په نيول شويو مراسمو کې د هلمند والي ترڅنګ د ملي امنيت رئيس، د بېلابېلو قومونو مشرانو او ګڼ شمېر اهل تشیع هيوادوالو ګډون درلود.

هلمند والي په خپلو خبرو کې د حضرت امام حسېن (رض) د شخصيت پر بېلابېلو اړخونو روښنايي واچوله او وې ويل، چې کربلا د اسلامي تاريخ تر ټولو لويه او ارزښتمنه ورځ ځکه ده، چې له دې ورځې مو د اسلام مبارک دين د مستحکموالي، د باطل او ظالمانو پر ضد د اواز پورته کولو روشونه زده کړل.

ښاغلي ياسين له هلمند ميشتو اهل تشيع ورونو څخه مننه وکړه، چې دغه ورځ يې د اسلامي ارزښتونو په نظر کې نيولو، خېراتونو او د وينې په ورکولو سره ولمانځله.

هغه له امنيتي ځواکونو هم مننه وکړه، چې د څو ورځو په لړ کې يې ددې ورځې په مناسبت ځانګړي امنيتي تدابير ونيول او خلکو ته يې ددې ورځې لمانځلو په اړه ډاډمن امنيت برابر کړ.

هلمند والي د هيواد او په ځانګړې توګه د هلمند پر ټولو قومونو او د بېلابېلو مذهبونو پېروانو باندې ږغ وکړ، چې خپل ترمنځ پياوړی ملي يووالی وساتي او دښمنان پر خپله دې هڅه شنډ کړي، چې غواړي د هيوادوالو ترمنځ مذهبي او قومي جنجالونه رامنځته کړي.

هغه وويل د افغانستان منتخب حکومت په بشپړه توګه ژمن دی، چې د خپل ملت ترمنځ ملي يووالی واکمن، امنيت پراخ، اقتصادي کچه پياوړې او د هيواد د دښمنانو پر وړاندې په سياسي او نظامي ډګرونو کې ودرېږي.

هغه ولسونو ته په خطاب کې وويل: که غواړو چې دغه کښتۍ منزل ته ورسېږي نو اړينه ده، چې ولس هم د خپل نظام د تقويت لپاره په را روانو ولسمشريزو ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي.




t