کرکټ: امو د ۴ ویکټو په توپیر له بندامیر سیالي وګټله

کرکټ: امو د ۴ ویکټو په توپیر له بندامیر سیالي وګټله

امو لوبډلې د غازي امان الله خان جام یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د بندامیر لوبډلې ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه او د بند امیر له لوري ورکړل شوی هدف یې په ۳۷،۵ اور کې بشپړ کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د امو له لوري د بند امیر د ۱۶۲ منډو هدف د ترلاسه کولو په موخه د امو توپوهونکو له منځه محب الله اوریاخېل ۳۴ او ابراهیم ۳۱ ناسوځېدلې ډېري منډې وکړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله. دغه راز د بند امیر توپ اچوونکو نجات مسعود، نوید احمد او وقار سلامخېل هر یوه دوه ویکټې ترلاسه کړې، خو لوبډلې یې بریا خپله نه کړه.

سرچینه وايي، د امو لوبغاړي ابراهیم د ۳۱ ناسوځېدلو منډو او دوه ویکټو ترلاسه کولو په پایله کې د لوبې غوره لوبغاړی شو او سبا به دویمه لوبه د مس عینک او سپین غر لوبډلو ترمنځ د غازي امان الله خان په لوبغالي کې ترسره شي.



خبرونه لوبې ورزش
t