دونلډ ټرمپ خپل د ملي امنیت سلاکار له دندې کوښه کړ

دونلډ ټرمپ خپل د ملي امنیت سلاکار له دندې کوښه کړ

د امریکا ولسمشر دونلډ ټرمپ خپل د ملي امنیت سلاکار جان بولټن له دندې کوښه کړ.
ټرمپ وایي، چې نور په سپینې ماڼۍ کې د ښاغلي بولټن خدمت ته اړتيا نشته او د هغه له ډېرو مشورو سره موافق نه و.
ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټر کې لیکلي:”ما تېره شپه جان بولټن ته وویل: چې نور نو په سپینې ماڼۍ کې ستا خدمت ته اړتیا نشته. زه د هغه له ډېرو مشورو سره مخالف وم. ما هغه ته وویل چې استعفا وکړي او هغه نن سهار دا کار وکړ.”
ډونلډ ټرمپ د جان بولټن د خدمت او کار مننه کړې ده.نوموړي دا نه دي ویلي چې د بولټن د کومو مشورو سره یې مخالفت درلوده.
جان بولټن په خپل ټویټر کې لیکلي دي: “ما تېره شپه استعفا وړاندې کړه او ولسمشر ټرمپ وویل: په دې اړه به سبا خبرې وکړو.”
امریکایي رسنیو ویلي وو چې ښاغلی بولټن په کمپ ډیویډ کې د طالبانو سره د ولسمشر د پلان شوي ملاقات مخالفت کړی و. خو ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې په خپله یې نه غوښتل له طالبانو سره لېدنه وکړي.



امريکا سيمه او نړۍ
t