دګلانو روزنه او ځای ښایسته کول

دګلانو روزنه او ځای ښایسته کول

د ګل روزني او ځای ښایسته کولو له پاره ځای یا موقعیت ټاکل لومړی ګام دی. تر دې وروسته دا هم معلومول په کار دي چي د ګل روزني له پاره کوم ډول شرایط مناسب دي. تر ځای انتخابولو وروسته دا مهمه ده چي باید څه ډول ګلان وکرل سي او د ګلانو کوم ډولونه ژر وده کوي او کوم ډولونه ئې تر ډېره پاته کېدلای سي.

د ګلانو د تخم یا بوټي رانیول: په هغه ځای کي چي تاسي غواړی خپل چاپېریال ښایسته کړی او د ګلانو روزنه په سمه طریقه سره وکړی، نو تاسي باید کلني بوټي شنه کړئ، یعني هغه بوټي چي هر کال وده کوي او هر کال ډول ډول ګلان کوي. د ګلانو کرل د تخم له لاري او د کوچني بوټي له لاري تر سره کېږي، نو تر ټولو ښه او آسانه لار ئې د کوچني بوټي له لاري کرل دي.

ګلان پر ښه وخت وکرئ: که چېري تاسي د کرلو له پاره ښه خاوره، ښه موقعیت او ښه بوټي هم ولرئ، نو که ئې په غلط موسم کي وکرئ، ستاسي ټول کار به بې نتیجې وي. که چېري د کرلو په وخت کي هوا ډېره ګرمه او یا هم ډېره یخه وه، بیا هم نتیجه نه ورکوي.

د کرلو له پاره هوا باید نورماله وي، یعني نه ډېره یخه او نه هم ډېره ګرمه وي. دا ډول هوا هغه وخت واقع کېږي چي کله د ژمي د موسم یخه هوا تېره سي.

په مځکه کي د ګلانو ایښوول:

د ګلانو کوچني بوټي د هغو د ریښو په اندازه په مځکه کي کښېږدئ، یعني په هغه اندازه سره چي ریښې ئې په مځکه کي په آسانۍ سره حرکت وکړي.

ګلانو ته په منظمه توګه اوبه ورکول:

ګلانو ته په لومړي وخت کي د اوبو ورکول ضروري دي. اوبه ورکول هغه وخت ډېر مهم دي کله چي مو په مځکه کي کښېښوول او په وده کولو ئې پيل وکړ. اوبه باید پر ګلانو سربېره وا نه چول سي. که چېري اوبه د ګلانو پر پاڼو او ګلانو ولوېږي، نو د دې پر ځای چي ښه تازه سي، هغوی نور هم ضعیفه کېږي او یو ډول ناروغي ورته رامنځ ته کېږي.

ګلانو ته انبار ورکول:

کله چي په دې سره وپوهېدلاست چي ګلانو یو اندازه خپلي ودي ته پرمختګ ورکړی، نو په هم هغه وخت د خورک کولو زمینه ورته برابرول ئې نور هم ودي ته پراختیا ورکوي. په لومړي وخت کي د انبار ورکول په ډېره کمه اندازه سره کېږي.

ټول اضافه بوټي ځني لېري کړئ:

کله چي ګلانو خپلي پاڼي ښکاره کړې، نو په هغه وخت کي ټول هغه اضافه بوټي ځني لېري کړئ چي له ګلانو سره نژدې شنه سوي وي.

وروسته تر دې د ګلانو ټول هغه اضافه ښاخونه لېري کول هم مهم دي چي د ګلانو په وده کولو کي ئې خنډ پېښ کړی وي، یعني ښاخونه ئې په داسي ځای کي وي چي نه ئې ګل کړی وي او نه هم زیاتي پاڼي ولري. دا ‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډول ښاخونه باید ځني لېري کړئ.


چاپېريال

تبصره وکړئ

avatar
t