امریکا نن د ستمبر د ۱۱ د بریدونو ۱۸ کلیزه لمانځي

امریکا نن د ستمبر د ۱۱ د بریدونو ۱۸ کلیزه لمانځي

۱۸ کاله وړاندي په همدې ورځ ۱۱ ستمبر القاعدې وسله والي ډلي د امریکا د نیویارک پر سوداګریزو ودانیو او پنټاګون  د دوو تښتول سوو الوتکو په واسطه برید وکړ،چي پکښي تر ۳زرو زیات امریکایان ووژل سول.

 

له دغو بریدونو لږه موده وروسته امریکا پر افغانستان بریدونه وکړل او د طالبانو حکومت یې القاعده مشرانو ته د پناه ورکولو له کبله ونړاوه.

امریکا افغانستان ته نږدې سل زره جنګیالي را استولي وو، خو له ۲۰۱۱ کال وروسته چې اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کې یوې پوځي چاوڼۍ ته نږدې ووژل شو، امریکا په افغانستان کې د سرتېر راکمولو ته متوجه شوه او اوس یې په هېواد کې ۱۴ زره پوځیان په ۹ اډو کې د امنیتي تړون په اساس پراته دي




t