نورستان او هرات: دوه طالبان ونیول شول

نورستان او هرات: دوه طالبان ونیول شول

د نورستان ولایت د امنیه قومندانیو منسوبینو د ناری ولسوالۍ له “ساو” کلي یو طالب چې ښځینه کالي یې پر ځان وو، له پېژندنې وروسته نیولی دی.

د هیواد د کورنیو چارو وزارت وايي، په همدې حال کې یو بل تن د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ له “پل مالدار” سیمې د امنیتي ځواکونو د ترور په تور نیول شوی دی.

له دې کس څخه یو میل وسله هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.

باید یاده کړې چې دې وزارت له دې وړاندې هم نن د ۲۲ تنه وسله والو سره د تړاو د نیولو خبر ورکړی و.

 



خبرونه نورستان هرات
t