تخار: د احاطوي دیوال او اوبو رسولو شبکې جوړیدل بشپړ شول

تخار: د احاطوي دیوال او اوبو رسولو شبکې جوړیدل بشپړ شول

د تخار ولايت د هزار سموچ ولسوالۍ د احاطوي ديوال او اوبو رسولو شبکې د جوړېدو چارې بشپړې شوې.

د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وايي، د ثبات تحکيم برنامې له لارې د تخار ولايت د هزار سموچ ولسوالۍ د احاطوي ديوال او اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې بشپړې کړي دي.

په دې ساختماني پروژو ټولټال ۴ ميلیونه ۸۲۳ زره او ۷۶۵ افغانۍ لګښت راغلی چې د دولت له انکشافي بوديجې څخه ورکول شوي.

دا ديوال په ۲۷۲ متره اوږدوالي سره، دوه برجه او يوه د اوبو څاه چې لاسي پمپ هم لري، جوړ شوی دی.



بیارغوونه تخار خبرونه
t